شخصیت،شخصیت اختلالات او ډولونه۰۰۰په ادامه
- Masud Jahan
- 16. jun.
- 4 min læsning
د شخصیت د اختلالاتو طبقه بندی ( Classification of personality disorders )
۰ د ICD- 10 په اساس
۰ د ICD- 11 په اساس
ICD
د نړیوال روغتیایی سازمان "د ناروغیو اواړونده روغتیایی ستونزو نړیوال احصایوی طبقه بندی
( The International Statistical Classification of Disease and related Health problems ) International Classification of Diseases/ ICD )لنډیزیا مخفف دی چی په ورځینی اصطلاح کی دناروغیو نړیواله طبقه بندی بلل کیږی۰
ICD-10 ۰ اوسنی نسخه یعنی لسمه اصلاح شوي نسخه ده چی داسی لیکل کیږ
دا نسخه په ۱۹۹۲ میلادی کال کی نشر شوه
د ناروغیو طبقه بندی
د ناروغیو طبقه بندی ( The classification of diseases ) یا د تشخیص طبقه بندی ( diagnosis classification ) د ناروغیو د تشخیص، اعراضو یا نښو ( symptoms )، روغتیایی ستونزواونورو لاملونو لپاره چی ناروغ د روغتیایی خدمتونو لپاره مراجعه کوی، کودونه ( codes ) لری۰
د ناروغیو او روغتیا پوری اړوند حالتونو طبقه بندی د روغتیا نړیوال سازمان طبقه بندی ده۰ دا طبقه بندی د ناروغ د ثبت نام او د ناروغانو ملی راجستر کیدو راپور په تړاوکارول کیږی۰ کودونه د اړوند متنونو سره کله چی د روغتیا کارکوونکی یو بل سره اړیکی نیسی، کارول کیږی او تر لاسه شوی احصایوڅخه د ډیرو مخو، د مثال په توګه د عامی روغتیا پلان جوړولو، څیړنو، وقایی او DRG ( Diagnose Related Groups/DRG : دا سیستم امبولانت ناروغان اوهغه ناروغان چی په شفاخانه کی تر درملنی لاندی دی، د تشخیص، تداوی، عمر ، جنسیت پر اساس په ګروپونو ویشی ) په شمول استفاده تری کیږی۰
دانمارک د ۱۹۶۷ کال څخه د WHO - د نومولو ( نامګذاری ) مقرراتو سره یو ځای شوی اودا پدی مانا ده چی د ډانمارک هیواد د ناروغیواواومړینی لاملونو په اړه د نړیوال احصایوی راپور په تړاو ځان مکلف بولی چی د ICD وروستی نسخه ( ICD-10) وکاروی۰
اوسنی طبقه بندی ، ICD-10 , له ۱۹۸۹ کال څخه شروع شوئ او په ډانمارک کی د ۱۹۹۴ کال را پدیخواکارول کیږی۰
د ۲۰۱۲ کال د جنوری له لومړی نیټی څخه د دانمارک د روغتیا بورد یا شورا ( health board ) د ناروغیود طبقه بندی یوه تازه نسخه را مینځته کړه، په کوم کی چی یو پراخ ژبنی بیا کتنه تر سره شوه۰ سربیره پردی لاندی تغیرات هم په کی را مینځته شول:
۰ د ICD-10 اصلی انګلیسی ژبی نسخی سره هماهنګی
۰ د ځینو تکراری مفاهیمو فسخ کول (پخوانی کودونه چی پری موافقه شوی وه)
۰ د یو شمیر کودونوبندول
د تشخیص سیستم، ناروغی په 22 فصلونوکی د اصلی او فرعی گروپونو سره ویشی۰ په سیستم کی هره ناروغې د تشخیص یو کود ( The diagnosis code ) لری چی د یو حرف او تردری عددونو څخه جوړ شوی دی۰ په کود کی حرف دا په ګوته کوی چی ناروغی په کوم عمومی ګروپ پوری اړه لری۰ په کود کی لومړی دوی شمیری یا عددونه دا په ګوته کوی چی کومی ناروغی پوری اړه لری بیا دا دوی شمیری د یوی نقطی ( dot/point ) وروسته د یو بل عدد په شتون چی د ناروغی توضیحات ورکوی پای تارسېږی۰
د روانی یا سایکایتری ناروغیو تشخیص ( psychiatric diagnoses ) د ICD-10 په پنځم فصل د "Mental and behavioural disorders " ترعنوان لاندی موندل کیږی اود تشخیص کود د F په حرف یا توری شروع کیږی۰ د مثال په توګه F20 schizophrenia
Paranoid schizophrenia F20.0
F20.2 catatonic schizophrenia
F20.6 simple schizophrenia
F20.4 post-schizophrenic depression
ICD-11
د ۲۰۱۹ کال، می په میاشت کی د روغتیا نړیوال انجمن یا مجلس ( World Health Assembly ) د غړو هیوادونو اوډانمارک په ګډون موافقه وکړه چی ICD-11 تصویب کړی اود ۲۰۲۲میلادی کال، د جنوری میاشت د لومړی نیټی څخه وروسته د هغه په کارولوکی عملی اقدام وکړی۰ دا نوی نسخه دیجیتال ده اود ناروغی معاصر تصور یا درک منعکس کوی۰په هر صورت ډیری هیوادونه، د ډانما رک په ګډون به دا وړتیا ولری چی ICD-11 د ناروغانو د ثبت اونورو مواردو لپاره تر تعین شوئ وروستی نیټی پوری عملی کړی خودا کارد معلوماتی ټیکنالوژی ( information technology/it ) چمتووالی اوبدلون پوری اړه لری۰
په ICD-10 او ICD-11 کی د شخصیت اختلالونولپاره، د تشخیص نامګذاری
ICD-10
کته گوری
F60.0 Paranoid personality disorder .1
F60.1 Schizoid personality disorder .2
F60.2 Dyssocial personality disorder .3
F60.3 Emotionally unstable personality disorder (borderline) .4
F60.4 Histrionic personality disorder .5
F60.5 compulsive personality disorder .6
F60.6 Anxious (Avoidant) personality disorder .7
F60.7 Dependent personality disorder .8
F60.8 other type
F60.9 unspecified
Z73.1 Accentuated personality traits
برجسته شخصیت د شخصیت یو ډول دی چی پکی ځینی ځانګړتیاوی ، نسبت یو معمولی کس ته ډیر برجسته او د پام وړ دی۰ دا ځانګړتیاوی کیدای چی هم مثبت او هم منفی وی او کولای شي چی د شخص په چلند او رفتارکی د نورو سره لویه اغیزه ولری ، چی وروسته تشریح کیږی۰
ځانګړی شخصیتی اختلالات ( specific personality disorders ): لکه څنګه چی پورته یادونه وشوه، اته ځانګړی ډولونه پکی شامل دی۰
مختلط او نا مشخص ډولونه: د مخلوط ډولونوتشخیص او یا کله چی یو ځانګړی ډول د تشخیص وړ نه وی ، د تشخیص اجازه ورکوی۰
د شخصیت بدلونونه: د تراوما ( trauma ) یا روانی ناروغی وروسته د شخصیت بدلونونو لپارا کتګوری هم پکی شاملۍ دي
ICD-11
د شخصیت اختلال ( بلی / نه )
10.Z د شخصیت اختلال چی د شدت درجه یی مشخص شوی نه ده
د شخصیت اختلال شدت (severity)
د شخصیت اختلال د شدت ( severity ) معلومولو لپاره په ICD-11 کی په ټوله کی دری تشخیصونه شتون لری۰
10.0 Mild personality disorder
10.1 Moderate personality disorder
10.2 severe personality disorder
50.7 personality disorders))
اضافی کودونه (مشخصات)
11.0 Negative Affectivity
11.1 Withdrawal
11.2 Dyssociality
11.3 Inadequate inhibition
11.4 Compulsive
11.5 Borderline pattern
دهرانفرادی شخصیت جوړښت ځانګړی معیارونه:
لکه څرنګه چی پورته یادونه وشوه ، د شخصیت اختلالات په مختلفو ډولونوویشل شوی دی، مګر ډیری خلک چی د شخصیت اختلالات لری، له یو څخه ډیر ډولونو ځانګړتیاوی لری او ډیری یی د ۲-۳ شخصیت ډولونولپاره د تشحیص معیارونه پوره ګوی۰ هغه ډولونه چی تر ټولو ډیرمشترک اړخونه لری په یو ګروپ کی طبقه بندی کیږی۰ په دی ډول دری کتګوری شتون لری
A کتګوری- types extremely eccentric: ډیر عجیب یا غیر معمولی۰ هغه څوک چی داسی چلند یا ځانګړتیاوی لری، ډیر غیر معمولی او عجیب ښکاری۰ پدی کتګوری کی personality disorder paranoid اوschizoid personality disorder شخصبت ډولونه شامل دی.
B کتګوری - امپولسیف ، نمایشی (dramatic) ډولونه: پدی کتګوری کی د شخصیت د اختلال دا ډولونه شامل دی (غیر ټولنیز (Dyssocial) ، Emotionally unstable borderline type ، هستریونیک او نارسیس سیستیک
C کتګوری- مضطرب یا اندیښمن (anxious) ، ډولونه: پدی کتګوری کی د شخصیت دا ډولونه شامل دی: اجباری (compulsive) ، اندیښمن (anxious)، وابسته (dependent) ،
۰۱ د پارانوئید شخصیت اختلال ( paranoid personality disorder( F60.1) )
ادامه لري ۰۰۰
Comments