top of page

شخصیت، شخصیت اختلال او د شخصیت اختلال ډولونه

  • Forfatters billede: Masud Jahan
    Masud Jahan
  • 20. maj
  • 6 min læsning

لیکوال : داکتر شاه جهان

نیټه: 15.05.2025

 

شخصیت څه شی دی ( what is personality ) ؟

شخصیت زموږ د فکر کولو، احساس کولو، عمل کولو، اړیکه نیولو او له نورو سره د تعامل کولو د تلپاتی او با ثباته نمونی ( موږ څنګه فکر کوو، احساس کوو، عمل کوو، اړیکه نیسو او له نورو سره تعامل کوو) څخه عبارت دی ۰یا په بل عبارت کولای شوچی شخصیت د یو فرد د افکارو، احساساتو او چلندونو په توګه په نظر کی ونیسو،کوم چی د وخت او شرایطو  په اوږدو کی ثابت پاتی کیږی. موږ دی با ثباته ځانګړتیاوته د شخصیت ځانګړتیاوی وایو۰ دایمی باید د نه بدلیدونکی په توګه و نه ګنل شی۰شخصیت کیدای شی چی د ژوند په اوږدو کی بدلون او وده وکړی۰ موږ کولای شو د شخصیت په اړه د هغه ځانګړتیاوپه اړه وغږیږو، کوم چی نور موږد هغه پواسطه پیژنی، او د هغه پواسطه موږ توصیف او تشخیص کوی.

زموږ شخصیت زموږ د چاپیریال او کلتور سره چی موږ د هغه یوه برخه یو په نږدی تعامل کی رامینځته کیږی۰ د مثال په توګه فامیلونه کیدای شی چی د ځانګړو ځانګړتیاو له مخی مشخص شی، چی د کورنی د انفرادی غړو  د هویت د احساس برخه جوړه وی ، ماشومان داسی ځانګړتیاوی لری چی لږ یا ډیر د مور یا پلار د مهمو شخصیی ځانګړتیاو سره سمون لری۰

په کلتوری نورمونو کی بدلون هم پدی باندی اغیزه لری، چی د شخصیت کوم ځانګړتیاوی، انحراف او کوم نورمال ګنل کیږی۰  د بیلګی په توګه د شخصیت دا ډول ځانګړتیاوی لکه شرم, په لویو غونډو کی د نا امنی احساس او بی میلی نن ورځ د تیر وخت په پرتله، د ټولنیز اندیښنی ( social anxiety ) نښی ګنل کیږی.

موږ ټول د خپلو افکارو، احساساتو او چلندونو له مخی سره توپیر لرو۰ دا مختلف ځانګړتیاوی زموږ شخصیت جوړه وی۰ زموږ د موراوپلار جینونه ، زموږ د چاپیریال سره یو ځای، دواړه د هغه ځانګړی شخصیت سره مرسته کړی چی موږ یی اوس لرو۰ زموږ شخصیت اکثرا د وخت په تیریدو سره یو شان پاتی کیږې، مګر ځینی ورو بدلونونه هم شتون لری چی د عمر په اوږدوکی پیښیږی، او همدارنګه نور بدلونونه چی د ژوند د مهمو تجربو له امله را مینځته کیږی ۰

  

د شخصیت اختلال یا بی نظمی، ګډوډی ، خرابوالی ( personality disorder )  څه شی دی؟

۰ د شخصېت اختلال یو روانی حالت ( mental condition ) دی په کوم کی چی د یو شخص د ژوند په طرز اود هغه په چلند کی د ځان او نورومقابل کی انحراف شتون لری۰

۰ د شخصیت اختلال پدی مانا دی چی د یو شخص په، احساس ، تفکر، رفتار یا چلند په طرز کی خلل را مینځته کیږی۰ د نورمال او غیر طبعی شخصیت تر مینځ سرحد یا کرښه کیدای شی روښانه نه وی، ځکه چی ډیرخلک یواځی ځینی ځانګړتیاوی لری چی د شخصیت اختلال تعریفوی۰

۰  د شخصیت اختلالات معمولا د نورو خلکو سره په اړیګو کی ستونځی را مینځته کوی او ډیری وختونه د نا روغ کس د ځورونی لامل کیږی۰

۰ د شخصیت اختلا لونو ډېر ډولونه شتون لری، مګر ددوی په مینځ کې دپام وړګډی نښی نښانی شتون لرې۰

۰  هغه کسان چی د شخصیت ګډوډ جوړښت لری په روانی ناروغیو لکه خپګان ( depression ) او تشویش یااندیښنی ( anxiety ) باندې د اخته کیدو لپا ره حساس دی او کیدای شی چی طبی درملنی ته اړتیا ولری۰

۰ د شخصیت د اختلالونولومړنی درملنه ( primary treatment ) لږترلږه د یو کال لپاره د سایکوتیراپی ( psychotherapy ) درملنه ده۰ سربیره پردی ، شخص ته د ناروغی په هکله زده کړی ورکول کیږی اود ځینی اعراضو د کمولو لپاره دوا توصیه کیږی۰

 

 

د شخصیت اختلال ډولونه

 ICD-10 ، طبقه بندی له مخی د شخصیت اته ځانګړی اختلالات شتون لری:  paranoid، Schizoid ، Dyssocial ،Emotionally unstable (borderline) ، Histrionic ، Compulsive ، anxious او Dependent۰

د نارسیس سیسټیک شخصیت اختلال  ( Narcissistic personality disorder ) د DSM-5 ( The Diagnostic and Statistical Manual of Disorders, Fifth Edition ) په تشخیصی سیستم کی د یو تشخیص په توګه شتون لرې، مگر په واضح ډول په ICD-10  کی شامل نه دی۰ د نورو شخصیتی اختلالاتو په څیر، د نارسیس سیسټیک شخصیت اختلال په دودیز مفهوم یو روانی حالت یا ناروغی نه ده او د نارسیس سیسټیک ځانګړتیاوی هغه څه دی چی خلک یی ډیر یا لږ لری۰ دا د شخصیت یو ډول اختلال دی چی یوکس ځان ډیر لوی او مهم شخص ګنی اود خپل وړتیا او پوهی په هکله ډیره زیاته مبالغه کوی،د ستاېنی لپاره لویه اړتیا لری۰د نورو خلکو سره لږه خواخوږی لری۰ مغرور او د نورو سره د سپکاوی او ملنډی وهونکی چلند کوی۰

د شخصیت اختلال تشخیص د ICD-11 طبقه بندی پر اساس خورا نوی دی ۰ د ICD-10 برخلاف، ICD-11 نه یواځی پدی تمرکزکوی چی آیا یوڅوک د شخصیت اختلال لری یا نه ، بلکی د شخصیت اختلال په درجی ( خفیف، متوسط،شدید ) باندی هم تمرکز کوی۰ د  ICD-11 طبقه بندی له مخی د شخصیت اختلال د تشخیص لپاره دری تشخیصونه کارول کیږی: د شخصیت د اختلال خفیف، متوسط او شدیده درجه۰ په  ICD-11 کی د شخصیت پنځه ځانګړتیاوی Negativ affectivity،  Eithdrawal ، Dyssocial  ، deficient inhibition  ، او obsessive-compelsive شامل دی۰د مثال په توګه یو څوک د  compulsive  شخصیت د ځانګړتیاوپه لرولو سره، کیدای شی چی د شخصیت معتدل یا شدید اختلال ولری ۰

 

د شخصیت د اختلالاتو طبقه بندی ( Classification of personality disorders  ) ته مراجعه وکړئ۰

د شخصیت اختلال ځانګړتیاوی او اعراض یا نښی نښانی

په عمومی ډول د شخصیت اختلال، په شخصیت کی د ګډوډی یا اختلال پر اساس مشخص کیږی۰ دا پدی مانا ده چی د شخص په درک او چلند کی انحراف شتون لری چی دنورم څخه تفاوت لری۰ په هر صورت د شخصیت د اختلال ، اعراض کیدای شی چی د یو شخص څخه بل ته توپیرولری او د یواختلال ځانګړی ډول په ځانګړتیاو پوری اړه لری۰

د شخصیت اختلالات یوه پراخه اصطلاح ده، چی د اختلالاتو ډیرمختلف ډولونه پکی شامل دي چی په بیلا بیلو لارو څرګندیږی۰ له همدی له امله دا مهمه ده چی د هر شخصیت د اختلال ځانګړتیاوی وڅیړو،  ترڅو د هغه په اعراضوباندی پوه شوو۰

ځانګړتیاوی

د شخصیت اختلال لږ ترلږه په دوو برخو ( تجربه او چلند ) کی د کلتوری نورمونو څخه د دوامداره انحراف پواسطه مشخص کیږی۰ یا په بل عبارت د تجربی او چلند نمونی د هغه څه څخه چی په کلتوری برخو کی تری تمه کیږی اومنل کیږی توپیر لری۰

 او کولای شی چی لږ تر لږه په لاندی دوه برخوکی څرګند شی:

۰ ادراک او چلند کی

۰ احساساتی یا عاطفی ژوندکی

۰ د امپولسونو کنترول او اړتیاو پوره کولووړتیا کی: شخص د هغه امپولسونو په مقابل کی چی خپل ځان او نوروته ضرر رسوی مقاومت نشی کولای لکه د نورو شیان غلا کول یا یو ځای ته اور اچول۰ خپلو ارزوګانو ته تسلیم او د هغو تر لاسه کولو لپاره د خپلو اعمالوپه نتیجه یا اصلا فګر نکوی یا ډیرک م فکرکوی۰

۰ خپلمنځی اړیکوکی

اعراض یا نښی نښانی په دواړو  یعنی داخلی احساساتو او بهرنی چلند کی منعکس کیږی.

چلند د ثا بتوالی، د انعطاف نشتوالی او بی کفایتی یا ناتوانی ( inability ) پواسطه مشخص کیږی۰

د شخصیت اختلال هم په ناروغ اوهم د هغه په شاوخوا منفی اغیزه کوی۰ دا ځانګړتیاوی د ماشوم توب یا د ځوانی له پیل را هیسی شتون لری

اعراض

په عمومی ډول د شخصیت د اختلال ، اعراض کیدای شی چی د یو شخص څخه بل ته توپیرولری او د یواختلال ځانګړی ډول په ځانګړتیاو پوری اړه لری۰

ځینی ډیر ګوشه ګیر، منزوی اودرونګرا ( introverted ) وی، پداسی حال کی چی نوربیا امپولسیف ( هغه څوک چی د یوی انګیزی له مخی په ډیره چټکتیا د فکر کولو پرته عمل کوی )  او قوی احساساتی غبرګونونه لری۰

د هر انفرادی شخصیت اختلال ، ځانګړتیا او نښی نښانی وروسته تشریح کیږی

 

 د شخصیت اختلال لاملونه

د شخصیت اختلالاتولاملونه پیچلی دی اوډیری وخت سبب یی جنیتیکی،  چاپیریال او روانی فکتورونو ترکیب یا کامبینیشن بلل کیږې:

جنیتیکی عوامل کولای شې چی د شخصیت اختلالاتو په پراختیا کی رول ولوبوی۰ مطالعی ښیې که یو څوک د شخصیت د اختلالاتو سره نږدی خپلوان ولری، پدوې کی د ورته ځانګړتیاو را مینځه کیدو خطر خورا لوړ دی۰دا ښیی چی د شخصیت د ځینو اختلالونو لپاره جینینیکی استعداد ( genetic disposition ) شتون لری۰

ارثی فکتورونه مهم رول لوبوی او د شخصیت د اختلال په را مینځته کولو کی تقریبا 50% ونډه لری۰ 

 

محیطی عوامل هم د شخصیت اختلالاتو په پراختېا کی رول  لوبوی . په کوچنی والی کی له استرسه ډک چاپیریال، لکه abuse یا د مخدره ټوکو یا درملو دوامداره زیان رسونکی استعمال، د ماشوم یا ځوان په روزلو اومراقبت کی غفلت، روحی تراوما لکه تاوتریخوالی، جنسی تیری، جنګی حالتونه، ترافیکی پیښی ،غلا او بی  ثباته کورنی چاپیریال د شخصېت د مختل کیدو خطر زیاتوې۰

روانی فکتورونه لکه د ځان په هکله ضعیف درک ( ظاهری بنه ، وړتیاوی، چلند اودنورو سره روابط )،  په ځان باورنه لرل او د هویت اختلال هم د شخصیت اختلالاتو په وده کی رول لوبوی۰ ددی ا ختلالااتو لرونکی خلک ممکن د خپل ځان او نوروپه اړه تحریف شوئ لید ولری ، کوم چی ددوی په چلند اوارتبا تاتو باندی اغیزه کوی۰ 

 

د تشخیص د طبقه بندی سیستمونه

د تشخیص دوه نړیوال سیستمونه شتون لری: د ناروغیو نړی واله طبقه بندی ( International Classification of Disease/ ICD ) چی د WHO لخوا را مینځته شوی، او د روانی اختلالاتو تشخیصی او احصایوی لارښود ( Diagnostic and Statistical Manual of Mental Disorder/ DSM ) چی د امریکا د روانی ناروغیو ټولنی لخوا را مینځته شوی.

 ICD او DSM لاهم د پراختیا په حال کی دی او وروستی نسخی یی ، ICD-10 (۱۹۸۹ کال را پدیخوا شروع شوې) او DSM-5 (۲۰۱۳ کال را پدیخوا کارول کیږی) دی.

د   DSM تشخیصی سیستم په عمده توگه د امریکی په متحده ایالاتو، کانادا او استرلیا کی کارول کیږی۰  DSM-5 د ۲۰۱۳ کال په پسرلی کی منتشراود DSM- IV پر ځای تر کارولو لاندی ونیول شو۰

 

د شخصیت د اختلالاتو طبقه بندی ( Classification of personality disorders  )

۰ د  ICD- 10  په اساس

۰ د ICD- 11  په اساس

 

ICD څه دی؟

 

۰۰۰ ادامه لري

 
 
 

Seneste blogindlæg

Se alle
مریضی آوتوایمون چیست؟

نویسنده : دوکتور شاه جهان تاریخ: 18.04.2025 امراض آوتوایمون ( autoimmune diseases ) امراض آوتوایمون یک نام مشترک برای تعداد ازبیماری ها...

 
 
 

Comentários


bottom of page