top of page

دوینی لوړ فشار یا ها یپرتنشن (  Hypertension / Arterial hypertension  )

  • Forfatters billede: Masud Jahan
    Masud Jahan
  • 31. aug. 2024
  • 20 min læsning

 دوینی لوړ فشار یا ها یپرتنشن (  Hypertension / Arterial hypertension  )

دوینی لوړ فشارد هایپرتنشن یا ارتیریال هاپرتنشن په نوم یادیږی. دلوړ فشار معنا داده چی دبدن په شریانونو کی فشار دهغه  څه څخه لوړ دی، کوم چی دنورمال په توګه تعریف شوی دی. د وینی لوړ فشار زړه او د وینی جریان تر اغیزی لاندی راوړی او د وخت په تیریدوسره داتیرو سکلیروز لامل کیږی او په دی توګه په دماغ کی د اپو پلیکسی (  Apoplexy / stroke  ) او په زړه کی د انفارګت (  Myocardial infarction ) درامینخته کیدو خطرونه زیاتوی.

د هایپرتنشن کلمه د یونانی  hyper «  over » زیات ، پورته او لاتین   tensio فشار«  tension » څخه تشکیل شوی ده۰

په دانمارک کی د زړه د ډاکترانو تولنه/ اتحادیه (  Heart Association The ) اتکل کوی چی نږدی ۱،۵ ملیون دانمارکیان دوینی لوړ فشار لری او ددوی د دری برخو څخه یوه برخه (  1/3 ) پرته لدی چی پوه شی ، د وینی لوړ فشار لری، ځکه د وینی لوړ فشارته د خاموشه وژونکی (  the silent killer ) اصطلاح کارول کیږی.

د ارهوس پوهنتون او د آرهوس پوهنتون روغتون څیړونکوڅیړنه په ۲۰۲۱ کال کی وښودله چی څنګه دوینی لوړ فشار د وینی رګونو ته زیان رسوی او د اتیروسکلیروز لامل کیږی، او د وینی فشار دا کار د رګونو په دیوال باند (  blood vessel wall ) دمخامخ فشار په واریدولو سره تر سره کوی. نتایج کولی شی د درملنی نوی دولونو ته لاره هواره کړی.کله چی د وینی فشارپه دوامداره ټوګه لوړ وی، وینه د وینی په رګونو کی د نورمل فشار څخه لوړ فشارتر اغیزی جریان پیداکوی اوداپدی مانا ده چی زړه اووینی رګونه تر فشار لاندی دی. دا فشار یا بار دوینی په جریان باندی د ژوند ګواښونکی اوجدی ناروغیو خطر زیاتوی لکه:

۰ cerebral  apoplexy یا stroke ( د اپوپلیکسی اصطلاح د کلاسیک یونانی ژبی apoplexia څخه اخیستل شوی چی معنای نا څاپه حمله یا برید کول دی چی په ناڅاپی ډول د بدن فعالیت په مغز کی د خونریزې (intracranial hemorrhage   ) یا د وینی د رګونود بندیدو  occlusion of a blood vessel) ) له امله متاثر کیږی

۰ د زړه انفارکت ( myocardial infraction )

۰ د زړه ناتوانی یا عدم کفایه (  heart failure )

۰ په پښو کی د وینی جریان مختل کیدل  (Intermittent claudication )

۰ په پښتورګوباندی اغیزی

د هایپرتنشن شیوع یا خپریدل (  Prevalence )

د هاپرتنشن نړیواله ورځ له ۲۰۰۵ میلادی کال وروسته هر کال د می د میاشت په۱۷ نیټی کی (  World Hypertension Day ) لمانځل کیږی چی هدف ئی په ټولنه کی د خلکود پوهاوی لوړول دی، ترڅو خلک د نړی په هر ګوټ کی وهڅوی چی ددی خاموش وژونکی ناروغی د مخنیوی په وړاندی ، چی د عصری ژوند د سبک سره تړاو لری او تر ټولو ناوړه ناروغی بلل کیږی مبارزه وکړی.

۰ په اروپائی اتحادیه کی ۲۲ ٪ خلک چی عمر ئی له ۱۵ کلونو څخه لوړ دی دوینی لوړ فشار لری ( ۲۰۱۹ کال احصایه )

۰ نږدی ۱،۵ میلون د دانمارک اوسیدونکی چی عمر ئی د ۳۰ – ۷۹  کلونو پوری دی، د وینی لوړ فشار لری.

۰ داټکل له مخی په ټوله نړی کی ۱،۲۸ ملیارده لویان ( adult ) چی عمر ئی د ۳۰ -۷۹ کلو تر مینځ دی،هاپرتنشن لري چی ډیری يی ( دوه پر دریمه برخه) په ټیت او متوسط  عاید لرونکو هیوادونو کی ژوند کوي.

۰ اټکل شوي چی ۴۶ ٪ لویان چی د وینی لوړ فشا ر لری، خبر ندی چی دوی د وینی د لوړ فشار په ناروغې اخته دی.

۰ تر نیمايی څخه لږ لویانوکی ( ۴۲٪)  لوړ فشارتشخیص او تداوی کیږی.

۰ په نړی کی ، لوړ فشار د وخت څخه د مخه مړینی لوی لامل دی.

 

 Systolic blood pressure، Arterial hypotension, diastolic blood pressure ، Orthostatic hypotension

زړه یوه عضله ده چی اوکسیجن لرونکی وینه د بدن ټولو برخوته پمپ کوي.

سیستولیک فشار: د زړه د انقباض (  contraction ) په وخت کی په لویو شریانونو کی تر ټولو لوړ فشار دی (  systole ). یا په بل عبارت سره د وینی سیستولیک فشار، هغه فشار دی ، چی د وینی رګونو په دیوالونوباندی کله چی زړه د انقباض په مرحله کی لوی شریانو ته وینه پمپ کوي واردیږی.

دیاستولیک فشار: د زړه د استراحت په مرحله کی (  Relaxation phase ) یا په بل عبارت د دوه سیستولونو په مدت کی په لویو شریانونو کی تر ټولو ټیت فشار دی ( Diastole). یا په بل عبارت د وینی دیاستولیک فشاریا د وینی ټیټ فشا ر، هغه فشار دی چی دوینی رګونوپه دیوالونو باندی، کله چی زړه د استراحت په وخت کی له وینی څخه ډکیږی واریدیږی.

د وینی فشار په دی پوری اړه لری چی زړه شاوخوا ته د وینی په پمپ کولو سره څومره ځواک کاروی اود وینی په رګونو کی څومره مقاومت شتون لری. کله چی وینه د شریانونوپه مینځ د نورمال څخه په لوړ فشار کی تیریږی، موږ د وینی د لوړ فشار څخه خبری کوو.

د وینی لوړیا سیستولیسک فشار د ژوند په اوګدو کی د خطر د زیاتوالی وړاندوینه کوی، په داسی حال کی چی دیاستولیک فشار د ۶۰ کلنی په شاوخوا کی خپل اهمیت بدلوی. په ځوانی کی لوړ دیاستولیک فشار د خطرد پیشبینی کولو مهم عامل ګڼل کیږیی ، دجګ عمر لرونکو کی هر څومره چی دا کچه ټیټه وی، خطر لوړ دی.

نور عوامل هم شته چی په زړه اود وینی په رګونوباندی اغیزه کوی، دمثال په ډول د شکری ناروغی ، سګرت څښل او د کولیسترول لوړوالی (  hypercholesterolemia ) .

د وینی فشار د دوه عددونوپه واسطه چی یو له بل څخه د /  علامی پواسطه سره جلا کیږی ښودل کیږی لکه  .120/80

لومړی رقم سیستولیسک فشار او دوهم رقم دیاستولیک فشارپه ګوته کوی.

د وینی فشار د یو واحد پواسطه اندازه کیږی چی د  mmHg  ( ملی متر سیماب ) په نوم یادیږی.

ستاسو د وینی فشار لوړ دی، که چیری د وینی لوړ فشار ( systolic pressure ) د ۱۴۰ ملی متره سیماب (  mmhg ) څخه پورته او یا د وینی ټیټ فشار(  diastolic pressure ) د ۹۰ ملی متره سیماب (  mmhg ) څخه پورته وي.

د وینی لوړ فشار پدی معنی دی چی د وینی فشار په دوامداره توګه د ۹۰ / ۱۴۰ ملی متره سیماب څخه لوړ وی ، کوم چی د نورمل فشارسرحد بلل کیږی.

 

د وینی لوړ فشار علتونه ( etiology )

د وینی لوړ فشاریو له هغه مهم خطرفکتورونو څخه دی چی د وینی  دورانی سیستم  تر وخته د مخه زړښت، د قلبی وعائی ناروغیو د پراختیا،  AMI  ، اپوپلیکسی او دوخت څخه مخکی مړینی لامل ګیږی. له هغه خلکو چی ۴۰  کاله عمر لری ۳ ٪ او  هغه خلکو څخه چی ۶۰ کاله عمر لری، نږدی ۵۰ ٪ د وینی لوړ فشار لری.

د وینی لوړ فشارچی علت يی څرګند ندی په نږدی ۹۸ ٪ ناروغانوکی چی لوړ فشارلری لیدل کیږی چی د اولی یا ابتدايی هایپرتشن (   ) په نوم یادیږی . په ۹۰ - ۹۵ ٪ واقعاتو کی سبب یی د څو جینونو میراث ( نږدی ۶۰ مختلف غیر مسلط جینونهnon dominant gene / ) دی او د همدی له امله ورته ارثیت پوری مربوط لوړ فشار، اصطلاح کارول کیږی، چی اکثرا د ژوند د سبک دفکتورونو لکه روانی ټولنیز سترس،د بدن د وزن زیاتوالی ( overweight )، فزیکی فعالیت نه کول او یا د الکول، مالګی یا لکوریش (  licorice )  دیر مصرف پواسطه را مینځته یا تقویه کیږی.

 په ځینو انفرادی ناروغانو کی یوه بله ناروغی د وینی د لوړ فشارلامل په حیث تشخیص کیږی چی ورته  دویمی / ثانوی هاپیر تنشن (  secondary hypertension ) وائی او علتونه یی په لاندی ډول دی:

۰ نفروجینیک ( nephrogenic ) د مثال په توګه د پښتورګو مزمنه ناروغی (  chronic kidney disease ) .

۰ د پښتورګو د شریان تنګ کیدل  یعنی ستینوز (  renovascular disease ).

۰ اندوکرین ناروغی ( primary hyperaldosteronism Conn’s syndrome”  “  ، Cushings syndrome ، pheochromocytoma ( ډیر نادر) ، hyperthyroidism ).

۰ نور (د مثال په توګه د ابهرتنګ کیدل یا تضیق ( coaraction of the aorta) ، ددرملو پواسطه رامینځته شوی لوړ فشار :  oral contraceptives، Central stimulant، NSAIDs ، immunosupressants ).

د وینی لوړ فشاراعراض ( symptoms  ):

خفیف اومتوسط هایپرتنشن معمولا هیڅ ډول وصفی اعراض نه لری. دوینی لوړ فشار په تصادفی ډول کله چی ناروغ خپل کورنی داکتر او یا شفا خانی ته دیوی بلی ناروغی په خاطر مراجعه کوی کشف ګیږی. د وخېم یا شدید هایپرتنش په موجودیت کی اعراض  دماغ، زړه، پښتورګو او سترګو پوری تعلق نیسی (  hypertensive organ effect ) کوم چی د لوړ فشار په نتیجه کی متاثرکیږی.  مګر لاندی اعراض کیدای شی مینځته راشی:

سردردی (  headache )، ستړیا یا خستګی ( fatigue )، سرچرخی (  Dizziness )،  د زړه بدوالی ( nausea  )، په توجه یا دقت کولو کی ستونځی ،د لید مختل کیدل ( Visual disturbance )، د استراحت یا د ورځینی کارونو په اجراکولو سره د نفس تنګی را مینځته کیدل (  functional or rest dysponea )، د زړه ټکان ( palpitation )،  angina pectoris ،  claudication او محیطی اذیما. ګذری یا لنډ مهاله دماغی اسکیمیا ( transient cerebral ischemia  ) ،  acute Myocardial infarction  کیدای شي لومړنی اعراض اوسی. پدی ډول د ناروغی نښی نښانی بدلیدونکی دي. سردردی اکثرا د لوړ فشارتردرملنی وروسته له مینځه ځي. د پوزی څخه خونریزی (  epistaxis ) کیدای شي د وخیم هایپرتنشن لومړنی نښی وي.

قلبی اعراض کله نا کله د سالنډئ، انجینا پیکتوریس او زړه ټکان سره (  atrial fibrillation ډیرئ وخت د لوړ فشار سره لیدل کیږی) څرګندیږی.

 

تشخیص  اومعاینات ( diagnostics and analysis )

په ټولو هغه افرادو کی چی د وینی لوړ فشار نوئی تشخیص شوی وی ، لازمه ده چی د تداوی له شروع څخه د مخه د وینی فشارکنترول شې.

د ناروغ  وینی فشار، د فشار اندازه کولوآلی پواسطه ( sphygmomanometer/ blood pressure monitor )  په میخانیکی ډول یعنی د لاس پواسطه د ستیټوسکوپ (  stethoscope ) په کارولو سره او یا د عصری، برقی سپیږمومانیتور (  electronic sphygmomanometer ) پواسط په خودکاره یا اوتومات ډول اندازه کیږی.

 

۰۱ د وینی  فشار اندازه کول

consultation blood pressure -1، clinic blood pressure یا white coat hypertension: هغه فشار ته وائی   چی د طبی پرسونل لخوا داکترسره تر ملاقات د مخه په پولی کلینیک یا شفاخانه کی اندازه کیږی. 

د داکتر سره د مشوری لپاره د وینی فشار اندازه کول ( consultation blood pressure ) په زیاتیدونکی توګه یواځی په روغتون کی د بستر شوو ناروغانود سکرینینګ ( screening ) یا ورځینی معمول اندازه کولو لپاره  کارول کیږی، پداسی حال کی چی د وینی فشارد دقیق تشخیص لپاره د ۲۴ ساعتونو اندازه کولو سپارښتنه کیږی.

په عمل کی د وینی فشار اندازه کول چیرته چی ډاکتر د ناروغ په مقابل کی ناست وی نه توصیه کیږی، ځکه چی دا طریقه ډیره نا مطمنه بلل کیږی او یو شمیر فاکتورونه باید په نظر کی ونیول شی چی کولای شی د وینی فشار په اندازه کولوباندی اغیزه وکړی لکه د مثال په توګه:

۰ د مانچت ( manchet ) اندازه ( cuff size ): که مانچت کوچنی وی د وینی فشار اند ازه ډیره لوړه ښکاره کوی او که مانچیت لوی وې د وینی فشار ټیت ( په ماشومانو او لویانو کی چی ډنګر لاسونه لری ) ښکاره کوې

مانچت د فشار اندازه کولو آلی یوه برخه ده چی دفشار د انداز کولوپه وخت کی تر مت (بازو) چاپیره اغوستل کیږی.

۰ آرامتیا ( rest/relaxation ): د فشار آلی د مونتاژ څخه وروسته، مخکی لدی چی اول ځل فشار اندازه شی د  ۵ دقیقو استراحت.

۰ د ستیتوسکوپ په کارولو سره د معاینه کونکی اوریدل ( شنوایی) هم یو فکتور بلل کیږی.

۰د فشارداندازه کولو مخکی د قهوی یا سګرت څښل.

۰ د ناستی موقعیت: پښی باید يوپر بل باندی موقعیت ونه لري.

۰ داکتران د نرسانوپه پرتله لوړ فشار اندازه کوې او د مخالف جنس څارونکی د وینی د فشا رنور زیاتوالی لامل کیږي

۰ په کلی ډول باید د ډاکتر په حضور کی د وینی د اندازه کولوڅخه ډډه وشی، لازمه ده چی مریض د انتظار خونی او یا یوی بلی آرامه خونی ته منقل شی، چیری چی ناروغ کولی شی یواځی ناست اوسی او د وینی فشار په اوتوماتیک ډول اندازه شی. نږدی په ۲۰٪ هغه ټولوناروغانوکی چی د ډاکتر په مقابل کی ناست ،دوینی فشارپه شدید ډول ( د سپینی چپنی تاثیر یا  white- coat-effect ډیری وختونه په لویانو کی ) سره لوړیږی، پداسی حال چی په ورته حالت کی د وینی اندازه شوې فشار په ۱۵٪ ناروغانوکی د پام وړ( masked hypertension، ډیر زیات په ځوانانوکی ) راټیټیږی.

 

        ۲-  په کور کی د وینی د فشار اندازه کول (  Home Blood Pressure monitoring )

د وینی فشار د تشخیص لياره کیدای شی د وینی فشار په کور کی اندازه شی. ناروغ د منل شوي پروتوکول سره سم ، لږ تر لږه په دریو ورځ کی خپل د وینی فشار په خپله اندازه کوي. د وینی فشار د یوی برقی یا الکترونیک آلی پواسطه چی مانچت په مټ (  ) باندی قرار لری اندازه کیږی. د فشارداندازه کولو آلی د لاس په مفصل باندی ( a. radialis) عموما مناسب ندی. خو د داسی آلو څخه په استفادی باید دلاس مفصل یا بند د زړه په سطح لوړ وساتل شي او لاس باید د فشار د اندازه کولوپه وخت سوړ یا یخ نه وي.

په کورکی د وینی فشارکنترول، د وینی فشار د بیا اندازه کولو لپاره له یوی اوږدی مودی څخه وروسته د مثال په توګه وروسته له ۶ میاشتو یوه مناسبه معاینه بلل کیږی. په همدی ډول د اطریقه د white coat hypertension  د دوامداره کنترول لپاره او د هغو ټولو ناروغانو لپاره چی د فشار د کنترول لپاره د کورنی داکتر دفتر ته او یا بل ځای  لکه دروغتون په امبولاتوری کلینیک  ( ambulatory clinic ) مراجع کوي یوه مناسبه معاینه ده. په کور کی د وینی فشاراندازه کول د تشخیص په موخه په هغه صورت کی چی د وینی فشار ۲۴ ساعته کنترول (  24-hour blood pressure monitoring ) امکان موجود نه وی هم پکار وړل کیږی. په کور کی د وینی فشار لږ تر لږه دری ورځی، هره ورځ ۶ ځله یعنی دری ځله سهار او ۳ ځله ماښام ، په ټوله یا مجموع کی ۱۸ ځله اندازه ګیری. کیدای شی چی د وینی فشار تر ۳ څخه زیاتو ورځو کی هم اندازه شي، اما ددی کار لپاره کوم دلیل نشته، ځکه چی د ډیرو ورځو په مدت کی د فشار اندازه کول د هغه تشخیصی ارزښت نه زیاتوی. د فشار د هغه آلی څخه باید استفاده وشی چی لږ تر لږه د ۱۸ اندازو لپاره حافظه ولری. په دانمارک کی ددی کار لپاره د یو جدول څخه استفاده کیږی چی په هغه کی د وینی فشار ټولی اندازی ثبت او دوینی فشار اوسط محاسبه کیږی. د اوسط فشار د معلومولو لپاره د ۱۲ اندازو (ددوهمی اودریمه ورځی اندازی) څخه استفاده کیږی، خو د اول ورځی اندازی په محاسبه کی نه شاملیږی، ځکه چی دامعمولا د پا م وړ لور وي. د کور وینی فشار د کلینیکی فشار د اندازی څخه  5/5 mmhg ټیت دی. که چیرته د وینی فشار له  ۸۰/ ۱۳۰ څخه ټیت وی، پدی صورت کی د کلینیکی فشار اندازی اوپه کور کی د فشار اوسط تر مینځ هیڅ توپیر نشته.

 

 بدیل یا التیر ناتیف په توګه

۳ -  په ۲۴ ساعتونو کی د وینی د فشار اندازه کول (  24-hour blood pressure monitoring )

په دواړه لاسونو کی د فشار توپیر، اورتو ستاتیک هیپوتنشن ( hypotension orthostatic ) او ۲۴ ساعته فشار اندازه په تفصیل سره وروسته تر بحث لاندی نیول کیږی.

د وینی نارمل او لوړ فشار:

 

                                                  د لوړ فشار درجه بندی

نارمل فشار                      لوړ نارمل فشار                  ۱ درجه لوړ فشار            ۲ درجه لوړ فشار       دریمه درجه لوړ فشار

SBT<125                   SBT 125-134                  SBT 135-154                 SBT 155-174        SBT> 175

DBT <80                     DBT 80 – 84                    DBT 85 – 94                 DBT 95 – 104      DBT >105

د وینی سیستولیک فشار (  systolic blood pressure/ SBT )

د وینی دیاستولیک فشار (  Diastolic blood pressure/ DBT )

یوه بله درجه بندی په لاندی ډول شتون لری:

ښه نارمل فشار           لږلوړ نارمل فشار           خاکستری  فشار ساحه یا دنورمل      هایپرتنشن         هایپرتنزیف کرای سیس

                                                          او لوړ فشار تر مینځ سرحد                                                                     

                                                         Gray pressure zone                                         د انسولت یا انفارکت                                                  

                                                                                                                                         خطر

 SBT< 120               SBT< 120 – 129              SBT 130- 139        SBT> 140                            SBT > 180

 DBT < 80                          DBT < 80            DBT 80-89               DBT>90                        DBT> 120            

   ۰ هغه کسانوته چی د وینی فشارئی د خړفشارپه منطقه کی موقعیت لری داسی توصیه کیږی.

۱- د خطر یا ریسک په ګروپ کی شامل افرادو ته تداوی توصیه کیږی.

که چیرته ستاسو عمر له ۶۵ کلوڅخه زیات وی، د شکری مرض ولرئ، د مخه د زړه په ناروغی لکه angina pectoris ، د زړه انفارکت یا انسولت اخته یاست،د پښتورګو مزمنه ناروغی اویا دزړه ناتوانی (  Heart failure ) لرئ، تاسی د خطر په ګروپ کی شامل یاست.

۲ – هغه کسانو ته چی د ریسک یا خطر په ګروپ کی شامل ندی د فشار کنترول او د ژوند په طرزکی بدلون ( Lifestyle changes ) توصیه کیږی لکه:

۰ د بدن اظافه وزن کمول: دبدن د هریوکیلوګرام وزن په کمولو سره، ستاسو فشارد یو ملی متر سیماب په اندازه ټیټیږی. که چیرته تاسو خپل د بدون وزن لس کیلوګرامه کم کړی، ددی ماناداده چی ستاسود وینی لوړ فشار ۱۰ ملی متره سیماب کمیږی.

۰  په خوړو کی دمالګی مصرف بندول، پدی ډول تاسی کولای شئ چی خپل فشارپه متوسط ډول ۱۱ ملی متر سیماب  کم کړئ.

۰ د منظم بدنی ورزش یا سپورت په کولو سره،فشار په متوسط ډول ۸ ملی متره سیماب ( ۶ -۱۲ ملی متره سیماب) کمیږی.

۰ ډیری ټیټی کچی ته د الکولو څښل کمول او یا بندول . د الکولو په نه څښلو سره ستاسو فشار تر ۴ ملی متره سیماب پوری ټۍټیږی.

۰ د پورتنی مواردوپه مراعات سره په مجموع کی تاسوکولای شئ خپل د وینی فشار ۳۳ ملی متره سیمابوته را ټیټ کړئ.                  

۲ ۰ تاریخچه ( Anamnese ) :

۰ د مریض په کورنی ( مور، پلار او نیکه) کی د قلبی وعائی ناروغیو، هایپرتنشن، دیابت ، هایپر کولیسترولیمیا او د پښتورګی ناروغی شتون.

۰ په تیره کی په قلبی وعائی ناروغی د ناروغ اخته کیدل ( previous cardiovascular disease )  د مثال په توګه  chronic coronary syndrome ،  myocardial infarction ،  stroke  ،  TCI او  claudicatio intermittens

۰ د خطرفکتورونه: تمباکو، الکول ، د حمل د مخنیوی ګولی،  licorice ، د مالګی ډیر مصرف او د بدنی تمرین نه کول.

۰ ښکاره دیابت یا نفروپاتی

۰ قلبی اعراض

۰۳ د ناروغ فزیکی معاینه (  objective examination ):

۰ قد، وزن،  body mass index او د ملا چاپیر ( دور کمر)  اندازه کول ( waist size ). نورمل : نارینه   < 94 cm ښځینه    < 80 cm

۰ د زړه او سږو ستیتوسکوپی (  stethoscopy )

 

۰ د محیطی نبض معاینه

۰ د نبض فشار یو نوی پارامتر دی چی د خطر د وقایعو په ارتباط، ضروری ده چی په نظرکی ونیول شی. نبض فشار( د وینی سیستولیک فشار منفی دیاستولیک فشار د استراحت په حالت کی )  که له  ۶۰ ملی متر سیماب څخه لوړوی،( > 60 mmhg ( وی ډیر خراب پروګنوستیک ارزښت لری د یو عضو یا اندام په زیانمن کیدو دلالت کوی.

۰۴ پاراکلینیک

۰  ecg :چی باید د چپ وینتریکل هایپرتروفی        (  left ventricular hypertrophy ) او atrialfebrilation   ته پاملرنه وشې.

۰ د وینی معاینات لکه  هیموګلوبین، کریا تینین، الکترولیتونه، د وینی لیپید حالت، HBA1c ،او TSH.

۰ په تازه یا تصادفی ادرار (  spot urine ) کی د پروتئین معاینه کول( د البومین / کریاتینین تناسب (  albumin/creatinine ratio ). که چیری دا نسبت په دوامداره توګه لوړ وي د پښتورګو په ناروغی دلالت کوی. دامعاینه د پښتورګو د افت دتشخیص او کنترول لپاره په هغه نارړغانو کی چی دوم ډول دیابت ، هایپرتنشن،  preeclampsia  لری کارول کیږی.

۰ که د البومین/ کریاتینین نسبت له 700 mg/g  (  albumin/creatinine ratio > 700 mg/g ) څخه زیات وی، د البومین د اطراح لپاره په تشو میتیازو کی د ۲۴ ساعتو ادرارټولول (  24-hour urinanalysis for albumin excretion ) توصیه کیږی او ناروغ باید نفرولوګ ته معرفی شې.

۰۵ احتمالی اضافی معاینات:

۰ د سینی رادیوګرافی (  Chest x-ray )

۰ ایکوکاردیوګرافی  (  Echocardiography ): ایکو کاردیو ګرافی د زړه د التر ساونډ ( ultrasound examination ) معاینی معنی لري. دا معاینه د زړه د جوړښت او فعالیت په اړه معلومات ورکوی. ایکو کاردیو ګرافی کله چی د زړه په ناتوانی ( heart failure )، والوولر زړه ناروغی (  valvular hear disease ) اویا د زړه په ولادی ناروغیو باندی شک موجود وی یوه تعین کونکی معاینه ګنل کیږي.

 

د هایپرتنشن اختلاطات (  complications ):

۱ – هایپرتنسیف:  Malignant hypertension, encephalopathy, Intracerebral hemorrhage, left ventricular hypertrophy, congestive heart failure, Renal insufficiency, aortic dissection

۲ Atherosclerotic :  Cerebral thrombosis, Ischemic heart disease, Angina pectoris, Myocardial infarction, rhythm disorder, peripheral arterial insufficiency, claudicatio intermittens

 

 

تداوی ( treatment ) :

د هایپرتنشن تداوی پرته له دوا څخه (  non pharmacological treatment of hypertension ):

۰ د مالګی مصرف کمول (  <5 g/day )

۰ د الکول محدودیت.

۰ بدنی ورزش کول

۰ د وزن کمول ( د غذایی رژیم پواسطه)

۰ د سګرت څکولود بندولو لپاره هڅی. همدارنګه د یادونی وړده چی د سګرت نه څښل او یا د سګرت څکولو بندول د سټروک يا انسولت د خطر کموالی سره تړاو لری.

 

ددرملو پواسطه د هایپر تنشن تداوی (pharmacological treatment of hypertension ):

د وینی لوړ فشار پرته له کوم ناروغی څخه (  uncomplicated hypertension ):

د لاندی څلورو دوایی ګروپونو تر منځ آزاد انتخاب ، مګر ددی خبرتیا په نظر کی نیولوسره چی د هایدروکلور تیازید اوږد مهاله کارونی او د شونډو او جلد د ځینوسرطانونو (  nonmelanomas ) تر مینځ احتمالی تړاو موندل شوی، نو ځکه باید په ځوانو ناروغانو کی د اوږدی مودی درملنی لپاره، د هایدروکلور تیازید کارولو څخه ، د امکان تر حده مخنیوی وشي.

Diuretic: هغه درمل دی چی د پښتورګوڅخه د سودیم او اوبو اطراح کول زیاتوي. ټول دیوریتیک درمل د پښتورګوپه توبولونو ( tubules ) کی د سودیم  ( او کلورین )دوباره جذب په مخنیوی سره خپل تاثیراجرا کوي.د همدی امله د دیورتیک درملوابتدایی تاثیرد سودیم اطراح (  Natriuretic ) او د اوبواطراح د ناتری یوریتیک اغیزی په اثردومی (  secondary ) ګنل کیږی. په کلاسیک ډول دیوریتیکونه په لاندی ګروپونو ویشل شوی دی:

۱ -  Loop Diuretic چی د تاثیر اصلی ځای ئی د هنلی تیوب صعودی ضخیمه یا پنډه برخه (  Thick Ascending limb of the loop of Henle/TAC ) ده .

۲- تیازید اوتیازید ته ورته درمل چی د تاثیر اصلی ځای ئی د هنلی توبول په تاو خوړلی لیری برخه (  Distal Convoluted Tubules/DCT ) دی.

۳- د پوتاسیم سپما کونکی دیوریتیکونه ( Potassium sparing diuretic ) چی د تاثیر اولی ځای ئی د ادرار ټولولو توبولونه ( collecting ducts ) دی. همدارنګه کولای شوهغه درمل چی د کاربونیک ان هیدراز انزایم مخنیوی کوی ( Acetazolamide, methazolamide ) او اوسموتیک دیوریتیکونه ( Mannitol, urea  ) ددیوریتیک درملو په ګروپ کی شامل کړو. د کاربونیک ان هیدراز نهی کونکی انزایم د تاثیر ابتدائی ځای د هنلی د توبول تاوشوئ نږدی برخه ( proximal convoluted tubules  ) بلل کیږی، پداسی حال کی چی اوسموتیک دیوریتیکونه د نفرون په ټوله برخه تاثیر کویي.

دیوریتیک درمل د لوړ فشار په تداوی کی تر اوسه لا هم مهم ځای لری، چی د ۲۰۰۳ کال په خپاره شوي مطالعاتوکی تایید شوي. ډیری وختونه د لوړ فشار په درملنه کی د تیازید ګروپ دواګانی په کم دوز سره پکاروړل کیږی. 

تیازید او د تیازید په څیر مشابه دواګانی  (  Thiazide and thiazide-like diuretics ) :

بندروفلومه تایازاید دپوتاسیم کلوراید سره یو ځای (  Bendroflumethiazide + potassium chloride ): هر تابلیت ۲،۵ ملیګرامه   او ۵۷۳ ملی ګرام پوتاسیوم کلوراید لری. مقدارئی یوتابلیت په ورځ کی او یا نیم تابلیت (  1،25 + 573 ) په ورځ کی. په نورمال ډول دوز ئی له ۲،۵ ملی ګرامه څخه په ورځ کی باید زیات نشي.

  Indapamide تیازید ته ورته یوه دوا ده چی د ارتیریولونو (arterioles) په عضلاتو (smooth muscle) مستقیم تاثیر کوی او پدی توګه د وینی فشار ټیټوی. مقدار ئی ۱،۵ ملی ګرامه یو وار په ورځ کی او باید مقدارئی له ۱،۵ ملی ګرام څخه په ورځ کی لوړ نشی.

هغه دیوریتیک دواګانی چی د پوتاسیوم د اطراح څخه مخنیوی کوی لکه ,spironolactone  amiloride ( furosemide + amiloride ) د مقاوم هایپرتنشن په تداوی کی موثر دی.

  furosemide (loop diuretic) د زړه اوپښتورګی ناروغی او همدا راز د مقاوم هایپر تنشن دتداوی لپاره استعمالیږی.

 

 

۰ : calcium antagonist په زړه کی  د امپولس انتقال سیستم او همدارنګه د زړه او وینی رګونو عضلاتوحجری ، دحجری په داخل کی د ګلسیوم د غلظت د تغیر په مقابل کی ډیر حساس دي. پدی توګه د کلسیوم جریان مخنیوی د زړه عضلی د تقلص د کموالی لامل کیږی اوهمدارنګه د محیطی مقاومت په کمولوسره د وینی فشار هم ټیټوی . ددی گروپ دواگانی د عضلاتود حجرو په غشا یا پردی کی د کلسیوم ایونونو له انتقال څخه د حجری داخل ته مخنیوی کوی او دا ګروپ دواګانی د calcium channel blockers یا  calcium channel antagonists په نوم هم یادیږی.

د هایپرتنشن په تداوی کی معمولا  هغه دواګانی چی د دای هایدرو پیریدین (  Dihydropyridine derivatives ) حلقی څخه تر لاسه ګیږی، کارول کیږی. په دی ګروپ کی ,nifedipine  lercanidipine, lacidipine felodipine,amlodepine شامل دی، چی په عمده توګه د وینی په رګونو ( blood vessels ) باندی تاثیر کوی، پدی توګه ټول د لوړ فشار په درملنه کی کارول کیږي.

Felodipine, amlodipine او nifedipine د angina pectoris په تداوی کی هم استعمالیږی.

 Amlodipine: تداوی د ۵ ملی ګرامو سره په ورځ کی پیل کیږی اوپه ندرت سره مقدار ئی ۱۰ ملی ګرامو ته لوړیږی (۲۰ ٪ خلکو کی د ۱۰ ملی ګرامو په ګارولو سره اذیما یا پړسوب ( Ankle edema ) لیدل کیږی.:

:: Nifedipineتداوی د ۳۰ ملی ګرامو سره په ورځ کی پیل اومقدار ئی په ندرت سره تر ۶۰ ملی ګرامو پوری لوړیږی.

Nitrendipine: تداوی د ۱۰ ملی ګرامو سره په ورځ کی شروع اوپه نادر ډول کیدای شي چی ۲۰ ملی ګرامه وکارول شي.

 

۰ACE inhibitor یا  Angiotensin-Converting Enzyme Inhibitors/ACEI :

ACE د Angiotensin converting enzyme مخفف دی چی غیر فعال انجیو تنسین I په فعال انجیو تنسین II باندی بدلوي.

د تاثیر میخانیکیت: په عمده توګه د انجیو تینسین II د تولید مخنیوی کوی. همدا رنګه د برادی کنین د زیاتوالی له لاری هم یو څه اغیزه کوی. یا په بل عبارت سره د  ACE مخنیوی کونکی یا نهی کونکی (  ACE blocker/ACE inhibitor ) درمل انجیو تنسین II ته د انجیو تنسین I  د بدلون مخه نیسی او پدی توګه په پلازما کی دانجیو تنسین II غلظت ټیټی کچی تارا ښکته اوبیولوژیکی اغیزی ئی ضعیف کیږی.

انجیوتینسین  IIیوه ماده ده چی د وینی رګونو د تنګوالی (تقبض) لامل کیږی او پدی توګه د وینی فشارلوړه وی اوزړه دی ته اړ باسی چی ډیر کار وکړی.

  

-        Ramipril: تداوی د ۵ ملیګرام سره پیل او ګولای شئ چی مقدار ئی دوه برابره تر ۱۰ ملی ګرامه پوری لوړکړئ.

-        Enalapril: تداوی د 20 ملی گرامه سره پیل او کولای شئ چی مقدار یی تر ۴۰ ملی ګرامه پوری لوړ کړی

-        Lisinopril: تداوی د ۱۰ – ۲۰ ملی ګرامه سره پیل او کولای شئ چ مقدار یی تر ۴۰ ملی ګرامه پوری لوړ کړئ

-        ډیر نوری دواګانی پدی ګروپ کی هم شته د ی.

۰انتاګونیست های انجیوتینسین II (  angiotensin II receptor antagonists ):

د انجیو تنسین II رسیپتورونو انتا ګونیست، د انجیو تنسین II ‎اول ډول (  AT1 ) رسیپتورونو په بندولو یا مخنیوی سره خپل د لوړ فشار ضد تاثیر عملی کوی، چی په نتیجه د وینی رګونه پرته د سیمپاتیک اعصابو د فعاله کیدو تاثیرڅخه پراخیږی ( انجیو تنسین II په سیمپاتیک عصبی سیستم یو څواغیزی لری چی یو ئی مرکزی تاثیر دی چی سیمپاتیک عقدات (  sympathetic ganglia ) او  Adrenal medulla تنبه کوی… ).

-        Losartan: تداوی د ۵۰ ملی ګرامه سره پیل، مقدار یی کیدای شی دوه چنده تر ۱۰۰ ملی ګرامه او یا تر ۱۵۰ ملی ګرامو پوری لوړ شي.

-        Candesartan: تداوی د ۱۶ ملی ګرامه سره پیل او دوز ئی تر ۳۲ ملی ګرامه پوری لوړ کیدای شي.

-        : تداوی د ۱۵۰ ملی ګرامه څخه شروع اومقدار ئی تر ۳۰۰ ملیګرامه پوری لوړیدای شي.

-        نوری دواګانی:  telmisartan تقریبا په مکمل ډول د ځیګر له لاری اطراح کیږی، توصیه ئی هغه ناروغانو ته چی د پښتورګو د فعالیت له کموالی سره مخامخ دی ګتور دی.

 

 بیتا ادرینیرجیک ریسپتورونو انتا ګونیست (  beta- adrenergic receptor antagonist ) چی د بتا بلاکر ( Beta blockers ) په نوم هم یادیږی، د هغه وینی مقدار په کمولو سره چی زړه ئی په یوه دقیقه کی پمپ کوی ( cardiac output ) د وینی فشار ټیټوی. دا دواګانی د پښتورګو څخه د رینین ترشح مخنیوی هم کوی او پدی توګه د وینی فشار له کمولو سره کمک کوی. بیتا بلاکر درمل معمولا جانبی عوارض نه لري. په هر صورت په ځینوناروغانو کی د زړه حرکاتو کموالی ( bradycardia ) ، (COPD) chronic obstructive pulmonary disease بدتر کیدل،  cold extremities ،د عضلاتو ستړیا ( muscle fatigue )، د ډارونکو خوبونو لیدل ( nightmares )،  depression او impotence لیدل کیږی. نوی بیتا بلاکر درمل چی د وینی رګونه متوسع یا پراخوی لکه  nebivolol، مطلوب جانبی عوارض لري اوپه ځانګړی ډول هغه درمل چی په بیتا ۱ رسیپتورونو خورا انتخابی تاثیر لري او د همدی له امله په سږو باندی بد تاثیر په ندرت سره لیدل کیږی. په نا څاپه ډول د بیتا بلاکر درملو قطع کول (ودرول) کیدای شي چی د بیتا بلاکر د قطع کولو سندروم (  beta-blocker withdrawal syndrome ) د رامینځته کیدو لامل شي چی اعراض ئی د زړه ټکان، نا ارامی او په هغه ناروغانو کی چی په اتیرو سکلیروتیک قلبی امراضواخته وی ،د angina pectoris ،  acute myocardial infarction اوناڅاپي مړینی  سبب کیدای شي. د منځنی عمر لرونکی او په زړو ناروغانو کی باید دوا په تدریجی ډول ددوز په کمولو سره د څوورځوڅخه تر یوی اونی پوری په مدت کی ودرول شي.

بیتا بلاکر درمل په ابتدائی توګه په هغه ناروغانوکی چی د وینی لوړ فشار بر سیره دومی اندیکیشن موجود وي لکه atrial fibrillation ،  extrasystole  ،  ischemic heart disease اود زړه ناتوانی (  heart failure) ،کارول کیږی.

۰ میتوپرولول (  metoprolol ) په ځانګړی توګه د زړه په اسکیمیک ناروغی کی ښه مطالعه شوی دئ. تداوی د۵۰ ملی ګرامه څخه په ورځ کی شروع، او مقدار کیدای شي چی تر ۱۰۰په ورځ کی لوړ شي.

۰ کاروی دیلول (  carvedilol ) په ځانګړی توګه په  AMI اخته ناروغانواو د زړه په عدم کفایه کی ښه مطالعه شو دئ. تداوی د ۱۲،۵ ملی ګراموسره ، دوه ځله په ورځ کی شروع او دوزئی کیدای شي تر ۲۵ ملی ګرام دوه ځله په ورځ کی لوړ کړل شي. لوړ مقدارونه د وینی فشار باندی کوم اظافی اغیزه نلری، مګر کیدای شي د زړه په ناتوانی ( heart failure ) کی توصیه شي.

۰ Atenolol په بیتا ۱ ریسیپتورونو باندی انتخابی تاثیر لری. تداوی د ۵۰ ملیګرامه څخه، یو ځل په ورځ کی شروع او مقدار ئی کیدای شي چی تر ۱۰۰ ملی ګرامه پوری یو ځل په ورځ کی لوړ شي.

۰  Nebivolol  ( په ځانګړی توګه هغه ناروغانوته چی obstructive pulmonary disease ګټوره دوا ده. په معمولی ډول درملنه د ۵ ملی ګرامه څخه یو ځل په ورځ شروع کیږی او په استثنای حالاتو کی مقدارئی دوچنده کیدای شي.

 

 د درملنی موخه یا هدف ( treatment goals ) :

د تداوی موخه داده چی د وینی لوړ فشارپه هغه ناروغانو کی چی دلوړ فشار برسیره نوری ناروغی هم لریی ، داسی کچی ته ټیټ شي چی په اعظمی دول دمعیوبیت او مړینی خطر کم کړل شي چی مثالونه ئی لاندی وړاندی کیږی.

۰  د تداوی موخه په هغه افرادو کی چی بله ناروغی نلری  (  uncomplicated hypertension ): < 140 /90 mmhg   

۰ د شکری ناروغانولپاره د درملنی هدف (  Diabetes mellitus ) :   < 130/80 mmhg

۰ د زړه او رګونو اتیروسکلیروتیک ناروغی (atherosclerotic cardiovascular disease):  /80 mmhg130 ( نه ټیټ).

۰ د پښتورګو مزمن (اوږد مهاله) پارنکوماتوز ناروغی:  < 130/80 mm

۰ سال 80 > عمر:  < 150 mmhg  systolic

د uncomplicated hypertension ابتدای تداوی:

۰ د تیازید دیوریتیک، کلسیم انتاګونیست، ACE inhibitor او احتمالادانجیوتنسین ریسیپتورونو انتا ګونیست درملو تر مینځ آزاد انتخاب. 

په ځانګړوحالاتو کی د لوړ فشارمعیاری یا ستاندرت تداوی:

۰ د هغه خلک چی د وینی لوړ فشار برسیره د زړه اسکیمیک ناروغی لری(  ischemic heart disease ): بیتا بلاکر او د کلسیم انتا ګونیست درمل.

۰ د زړه ناتوانی یاعدم کفایه ( heart failure ):  ACE inhibitor ،  beta blocker اوسر بیره پردې کیدای شی چی

 spironolactone په تداوی کی اظافه شي.

۰   diabetes mellitus :  ACE inhibitors يا  Angiotensin II receptor antagonists.داول ډول په دیابت (  type 1 diabetes ) کی چی ناروغ ، میکرو یا مکرو البومین یوریا او لوړ فشارولری، لازمه ده چی لوړ فشار له <130/80 mmhg    ټیت  او  ACE inhibitors لومړی انتخاب درمل بلل کیږي. 

۰ د پښتورګوپه اوږد مهاله پا رنکوماتوز ناروغی کی ( chronic parenchymatous kidney disease ):    inhibitor/ angiotensin receptor antagonists Diuretics, ACE ( د تیازید یا لووپ دیوریتک کارول د پښتورګو د فعالیت په کچی پوری اړه لری).

۴- د حمل او شیدوورکولو په حالاتو کی ( pregnancy and breastfeeding ):   methyldopa,labetalol,nifedipine

 

 

 

 

 

  

 

 منابع

۰ ACE inhibitors،  medicin.dk، بیا کتنه :  22.05.2024

۰ متخصص داکتر Michael Hecht Olsen ، دوینی لور فشار او لاملونه یی، 09.2023. 25

۰ Arterial hypertension ، Medical compendium I, Denmark, page758,2019 

۰ hypertension،  Basic and clinical pharmacology, 6th edition 2019, chapter 22

۰ hypertension،  world organization( WHO)، د مارچ میاشتی 16 نیټه ، کال ۲۰۲۳ 

 

 

 
 
 

Seneste blogindlæg

Se alle
مریضی آوتوایمون چیست؟

نویسنده : دوکتور شاه جهان تاریخ: 18.04.2025 امراض آوتوایمون ( autoimmune diseases ) امراض آوتوایمون یک نام مشترک برای تعداد ازبیماری ها...

 
 
 

Comments


bottom of page