هیلیکو بکتیر پایلوری ( / HP Helicobacter pylori )
- Masud Jahan
- 27. okt. 2024
- 6 min læsning
هیلیکوبکتیرپایلوری یو کوچنی ګرام منفی ایروبیک ( aerobic ) بکتریا ده چی مارپیچی ( spiral-shaped ) شکل لری او تقریبا ۳،۵ میکرون اوږدوالی ۰،۵ میکرون پلنوالی لری. دا میکروب له دوه څخه تر ۷ یو قطبی فلاجیله لری چی ددی باکتریا خوځښت زیاتوی ( شکل ).
هیلیکوباکتر پایلوری باکتریا په ټوله نړی کی وجود لری. اټکل کیږی چی د نړی ۶۰ ٪ نفوس پدی ناروغی اخته دی، مګر واقعات ئی په هرهیواد کی شاید د حفظ الصحه دتوپیر له امله متفاوت دی. په دانمارک کی د نفوس شاوخوا ۲۰ ٪ په هیلیکک بکتر پایللوری اخته دی.
هیلیکو بکتیر پایلوری د معدی او اثنا عشرپه مخاطی پردی یا غشاء (mucous membrane) کی موندل کیدای شې او د مزمن ګاستریت ( chronic gastritis )، معدی اثنا عشر زخم ( gastroduodenal ulcer ) او د معدی سرطان ( gastric cancer ) سره تړاو لری.
هیلیکوبکتیر پایلوری په نورمال ډول په معدی کی نه موندل کیږی، مګر کله چی د هیلیکوبکتیر باکتریا د معدی په مخاطی پردی کی وموندل شی، ددی مانا داده چی تاسو په باکتریا منتن شوی یاست او التهاب کولای شی چی د تل لپاره موجود وی. د ډیرو خلکو لپاره دا یو بی ضرره حالت دی. تاسو هیڅ ډول ناراحتی نه احساس کوئی او کولای شی ددی باکتریا سره تول عمر پرته له کوم تکلیف څخه ژوند وکړئی.
د خلکو لوی اکثریت چی پدی باکتریا اخته کیږی، سرایت د ځوانی په کلونو کی واقع کیږی. مګر په ندرت سره بالغ اشخاص یا افراد له تداوی څخه وروسته بیا پدی ناروغی اخته کیږی. پدی هکله چی څنګه یو څوک په ناروغی اخته کیږی لږ معلومات شته خو په هر حال د حفظ الصحی ( ) شرایط ډیر مهم رول لوبوی. په هغو هیوادونو کی چی د حفظ الصحی معیارونه تیټ دی په نفوس کی د باکتر یا لوړه کچه لیدل کیږی او ۶۰ -۱۰۰ ٪ په ناروغې اخته دی.
که څه هم معده اسید کلور هایدریک ( Hydrogen chloride/ Hcl ) تولیده وی چی ډیر ژوندی موجودات د باکتریاو په شمول له مینځه وړی، خو د هیلیکو بکتیر پایلوری باکتریا لا هم په معده کی وده کوی. دا ځکه چی دا باکتریا ، امونیوم چی یو القلی ماده ده او اسید خنثی کوی را ټولوی او په دی توګه ځان د امونیوم د غبار یا وریځی پواسطه محاصره کوی، کوم چی په معدی کی دهایدرو کلوریک اسید په وړاندی د محافظتی یا ساتونکی مادی په توګه کا کوی.
په هیلیکو باکترپایلوری د اخته کیدو اعراض کوم دی؟
دیر هغه خلک جی په هیلیکو بکتیرپایلوری اخته کیږی هیڅکله په دوی کی کوم اعراض نه لیدل کیږی.
د هیلیکو بکتیرپایلوری انفیکشن کولی شی د معدی – معائی سیستم د ناراحتی لکه د غذا اخیستلو وروسته د معدی درد، د معدی په ناحیه کی عمومی ناراحتی، قبضیت اویو شمیر نورغیر وصفی اعراضو سبب شې اوپه معده کی دزخم اوسرطان رامینځته کیدو کی مرسته کوی.
۰ اټکل کیږی چی تر ۱۵ ٪ پوری هغه کسان چی په ناروغی اخته دی، په یو وخت کی به د معدی د زخم په ناروغی اخته شی.
۰ تر شاوخوا ۱٪ ممکن د سرطان په نا روغی اخته شی.
۰ دا چی ولی ځینی خلک د معد ی په زخم اخته کیږی او ځینی نور نه، پدی اړه محدود معلومات شتون لری. ا رثی عوامل او د سګرت څکول د مهمو کمک کوونکو فکتورونو څخه کنل کیږی.
د معدی زخم دوه اصلی ډولونه د اثنا عشر ) Ulcus duodeni ) اودمعدی زخمونه ulcus ventriculi ) دی. اټکل کیږی چی نږدی ۹۵٪ د اثنا عشر زخمونه په هغو خلکو کی پیښیږی چی په هیلیکو بکتیر پایلوری اخته وی او نږدی ۷۰٪ د معدی زخمونه په هغو خلکو کی لیدل کیږی چی د هیلیکو بکتیرپایلوری انفیکشن لری. د معدی دزخم پاتی ۳۰ ٪ د ځینوخاصو دواګانو د نامطلوبه تاثیراتوپه نتیجه کی مینځ ته راځی چی د NSAID په نوم یادیږی لکه Ibumetin ، Diclofenac ، Naproxen او داسی نور.
په هیلیکو بکتیرباکتریا باندی له منتن کیدو وروسته د معدی په مخاطی پردی ( mucous membrane ) یا د اثنا عشر په لومړی برخه کی یو مززمن التهاب را مینځته کیږی. دا التهاب د مخاطی پردی مقاومت د معدی داسید په مقابل کی کمزوری کوی، چی د وخت په تېریدوسره امکان لری د معدی زخم وده وکړی.
د معدی سرطان په هغو خلکو کی چی په هیلیکو بکتیر پایلوری باکتریا اخته وی د هغه خلکو په پرتله چی پدی باکتری اخته نه دی ډیرلیدل کیږی. په هر صورت دا حالت دیر نادر دی. او د ادینو کارسینوم دوله ( Gastric Adenocarcinoma ) معدی سرطانباکتریا له مینځه وړلو سپارښتنه په ټولو هغو خلکو کی هیلیکو بکتیرپایلوری په ۹۵ ٪ ناروغانوبکتیر پایلوری اخته دی اړینه نه بلل کیږی.
په ځینو ناروغیو د مثال په توگه په معدهاو د معدی سرطاند ځانګړی ل MALT لیمفوم ډول کی نږدی په ۹۸ ٪ ناروغانو کی موندل کیږی( Mucosa Associated Lymphoid tissue اکثرا د هیلیکو بکتیر پایلوری پواسطه را مینځته کیږی او سپارښتنه کیږی چی دا باګتریا باید د دوا پواسطه له مینځه یووړل شی).
تشخیص
هیلیکو بکتیر پایلوری په مختلفو لارو تشخیص کیدی شې:
۰ د معدی دمخاطی پردی معاینه : د ګسترو سکوپی معاینی په وسیله د معدی د مخاطی غشاء څخه یوه نمونه اخیستل کیږی. بیا دا نمونه تر میکرو سکوپ لاند معاینه کیږی تر څو ثابته شی چی په مخاطی پردی کی هیلیکو باکتیرشتون لری یا نه.
۰ د تنفس ازموینه ( breath test ) : تر ازموینی لاندی شخص ته یوه مایع چی نښه شوی کاربن پکی اضافه شوی ورکول کیږی . دا مایع په معده کی د هیلیکو بکتیر پایلوری بکتریا لخوا تجزیه او CO2 چی نښه شوی کاربن لری، تشکیل کیږی. کاربن دای اوکسید ( CO2 ) وینی ته داخلیږی او بیا دسږو له لیا ری د تنفس پواسطه خارجیږی. د ازموینی په اله ( test tube ) کی تنفس کولو سره کولی شو وګورو چی آیا د تنفس په واسطه د سږو څخه په خارجه شوی هواکی په نښه شوی کاربن شتون لری که نه. که چیر ته په خارج شوی هوا کی، نښه شوی کاربن موجود وی ،د هیلیکو بکتیر باکتریا تایید کیدی شی. دا ازموینه خوراسم ځواب ورکوی او په ځینو ځایونو کی یو روتین معاینه ګنل کیږی.
۰ غایطه موادو معاینه ( stool examinationexamiation )
د غایطه موادو په معاینه کولو سره د باکتریا ځینی برخی لیدل کیدای شې. دا معاینه لکه د تنفس تست ، دهیلیکو بکتیرپایلوری کنترول لپاره د تداوی څخه وروسته کارول کیږی . دا معاینه په ډاکه کوی چی آیا بکتریا ددرملنی وروسته هم شتون لری که نه.
مخکی د وینی معاینه د هیلیکو بکتیردتشخیص لپاره کارول کیده، خو دا معاینه نور نه توصیه کیږی.
تداوی
هغه خلک چی هیڅ اعراض نلری، په معدی کی د هیلیکو بکتیر پایلورې له مینځه وړلو ته اړتیا نلری. مګرهغه کسان چی د معدی زخم لری، نږدی ټول به روغ شې که باکتر یا له مینځه یووړل شې. که تاسو د معدی زخم لری او په هیلیکو بکتیر اخته یا ست، د هیلیکو بکتیر پایلوری ضد درملنه توصیه کیږی.
هیلیکو بکتیر پایلوری یو ډیر مقاوم بکتریا ده او د معدی له مخاطی پردی څخه د هغه لمینځه وړل یو ستونزمن کار دی. نن ورځ دری ډوله درمل په یوکورس چی د باکتریا د لمینځه وړلوتداوی ( eradication treatment ) په نوم یادیږی د ۷ – ۱۴ ورځو په مدت کی توصیه کیږی. د درملنی مختلف رژیمونه شتون لری۰
د هیلیکو بکتیرپه ارید یکیشن درملنه کی دوه انتی بیوتیکه ( کوم چی باکتریا وژنی ) د یوقوی انتی اسید سره چی د پروتون پمپ مخنیوی کونکی ( Proton pump Inhibitors/PPIs ) په نوم یادیږی سره یو ځای معموللا د۷ ورځو لپاره توصیه کیږی. دا دوه انتی بیوتیکونه amoxicillin او clarithromycin دی، خو د پینسیلین سره د حسا سیت په صورت کی د amoxicillin په ځای metronidazole کارول کیږی.
په لاندی جدول کی د هیلیکو بکتیرپایلوری ارادیکیشن تداوی وګورئی.
د تداوی مدت انتی بیوتیک انتی بیوتیک PPIs Esomeprazole (20 mg x2) Amoxicillin (1gx2) Clarithromycin (500 mgx2) 7 day
یا
Clarithromycin (500 mg x2) Metronidazole (400-500 mgx2) 7 day
Amoxicillin (750 mg x3 or 1g x2) Metronidazole (400-500 mg x2) 7day
+ یو PPI
Lansoprazole (30mgx2)
Omeprazole (20 mg x2)
Pantoprazole (40 mg x2)
Rabeprazole (20 mg x 2)
که چیرته دوا په صحیح ډول سره واخیستل شی، د درملنی بریالیتوب چانس نږدی ۹۰ ٪ دی. دا پدی مانا ده چی باکتریا د لس نفرو څخه په ۹ نفرو کی په بشپړه توګه له مینځه وړل کیږی. که بکتیریا له مینځه یووړل نشی، ډیر احتمال لری چی د معدی زخم د یو مدت څخه وروسته بیا را مینځته شې.
لیکونکی : داکتر شاه جهان
نیته: اګست ۲۰۲۴
منابع؛
۰ Denmark State serum institute ، Helicobacter pylori infection ، 05. 02. 2024
۰
متخصص داکتر Klaus Theede ، Helicobacter pylori ، 18.12. 2023
۰ Basic and clinical pharmacology ، Proton pump inhibitors, page 302 ، 6 th edition 2019
Comments