د امپوکس ناروغی( Mpox )
- Masud Jahan
- 31. aug. 2024
- 6 min læsning
د امپوکس ناروغی( Mpox ):
امپوکس چی پخوا ورته Monkeypox یا د بیزو ټناکه یا آبله ویل کیده، یوه ویروسی ناروغی ده چی د نږدی فزیکی تماس لکه ښکلول ( kissing ) او جنسی ( sex ) اړیکو له لاری،یوازی هغه وخت چی ناروغ اعراض ولری لیږدول کیږی. یا په بل عبارت سره امپوکس یو زوونوسس( zoonosis ) یا زوونوتیک ( zoonotic disease ) ناروغی بلل کیږی دا، پدی مانا ده چی انسان اوحیوان دواړه کیدای شی په دی ناروغی اخته شی. د حیواناتو د منتن کیدو اصلی منبع نامعلومه ده، مګر داسی انګیرل کیږی چی موږه کان دي ، چی کولای شي بیزوګانو اوبیا انسانانو ته، او د انسانانو تر مینځ خپور شي. هغه موده چی سړی په ناروغی اخته شئ او بیا د اعراضو یا علایمو را مینځته کیدو پوری ( incubation period) په متوسط ډول ۶ – ۱۳ ورځی تیریږی. کیدای شي دا موده لنډه او یا اوږده تر ۲۱ ورځو پوری ورسیږي.
تاسی کولای شي چی نور په ناروغی اخته کړی ، که تاسو د ناروغی اعراض یا نښی ولرئ. د مانکی پوکس ویروس دوه مختلف ډولونه شتون لری چی یو ئی دمرکزی افریقا ډول ( clade I ) او بل ئی د لویدیځ افریقا ډول ( variant or clade II ) دی.
په عمومی ډول هغه ناروغی چی د ام پوکس ډول یا کلیډ I را مینځته کوی د ام پوکس ډول، کلیډ II په پرتله خورا سخته ناروغی ده، چی د مړینی کچه یی تر لس فیصده پوری رسیږی، پداسی حال کی چی کلیډ II یوه معتدله ناروغی رامینځته کوی چی دمړینی کچه یی شاوخوا ۱٪ ده
دا ویروس لومړی ځل په ۱۹۵۸ میلادی کال د بیزوګانو په یوه ډله کی وموندل شوچی د افریقا څخه دانمارک ته د تحقیقاتی تجربود اجرا کولو په موخه لیږدول شوی وو ، اوله همدی له امله ورته د مانکی پوکس نوم ورکړ شو.
د ام پوکس ویروس د smallpox ( Latin: variola ) ویروس له کورنی سره تړاولری چی په ۱۹۸۰ کال کی له مینځه یووړل شو. په عمومی توګه د امپوکس ویروس لږ ساری دی او د آبله کوچک یا سمال پوکس په پرتله لږه جدی ناروغی رامینځته کوی.
په انسانانو کی د ام پوکس اولین واقعه په۱۹۷۰ میلادی کال د کانګو په دموکراتیک جمهو یت کی وموندل شوه. په ۱۹۸۰ کال د روغتیانړیوال سازمان د ام پوکس دله مینځه وړلواعلان وکړ او له همدی له امله دوی د ام پوکس په مقابل کی واکسینا سیون بند کړل. همدا سبب دی چی په تیرو۵۰ کلونو کی په مرکزی اولویدیزافریقاکی په انسانانو کی د ام پوکس په پیښوکی د پام وړزیاتوالی راغلی. اوس مهال د کانګوپه د یموکراتیک جمهوریت کی د ناروغی شیوع یا خپریدل په لویه کچه وجود لری.
د ۲۰۲۴ کال د پیل را هیسی په مرکزی افریقا د کانګو په دیموکراتیک جمهوریت کی د امپوکس په واقعاتو کی زیاتوالی لیدل شوی، چی شاوخواهیوادونو ته خپور شوی. ددی واقعاتو عامل د امپوکس ویروس ډول( clades I ) بلل کیږی. د ۲۰۲۲ میلادی کال،می میاشت راهیسی، امپوکس د افریقا څخه بهر یو شمیر نورو هیوادونو لکه دامریکی متحده ایالاتو او اروپا ته سرایت وکړ چی د ویروس ډول یی کلیډ II بلل کیږی. دکانګو په دیموکراتیک جمهوریت ک د ناروغی تر ۱۶۰۰۰څخه ډیر پیښی موندل شوی او ۵۰۰ ناروغان مړه شویدی، چی ډیری پیښی د ۱۵ کلونو څخه کم عمر لرونکی ماشومان دی.
۲۰۲۴ کال دفبروری میاشتی له اومی نیټی څخه وروسته په ۱۱۱ مختلفو هیوادونو کی په انسانانوکی د ام پوکس نږدی ۹۵۰۰۰ واقعی د ۱۷۹ مړینی سره تایید شویدی.
د روغتیا نړی وال سازمان ( WHO ) په ۲۰۲۲کال د جولای د میاشتی په ۲۳نیټه د ام پوکس ناروغی خپریدل د نړیوال روغتیا بحران اعلان کړ. په اوسنی شیوع یا خپریدنه کی تول واقعات ( ۹۷ -۹۸ له سلو څخه) نارینه دی چی د نارینه وو سره جنسی اړیکه لری. په دانمارک کی ۱۹۸ تایید شوی واقعات شتون لری. یوازی یوه ښځه پدی ناروغی اخته ده، پاتی نارینه دی، خو څوک مړه شوی ندی.
د ناروغی د تشخیص په خاطر د تستونواجراکول، د ناروغانو سره د تماس مخنیوی، د ناروغانوقرانطین کول او واکسین په کارولو سره کیدای شې چی ددی ناروغی مخه ونیول شی .
د امپوکس ناروغی اعراض یا نښی نښانې
په مانکی پوکس ویروس د اخته کیدو اعراض ډیر متفاوت او د منتن کیدو په لاری ( Route of infection ) پوری اړه لری. د تنفسی لاری منتن کیدوپه صورت کی معمولا ناروغ تبه ، لړزه ( chills )، سردردي، خستګی ( fatigue) د عضلاتو درد او د لمفاوی عقدو ( swollen lymph nodes ) پړسوب پیدا کوي، چی ددی اعراضو په تعقیب سره په جلد یا پوستکی بر سیره کوچنی سور داغونه ( Rash) له ټناکو ( Blister/vesicles ) سره چی اکثرا په څیره یا مخ کی پیدا کیږی پیل کیږی او بیا بدن، لاسونواو پښوته پراخوالی پیداکوی. په اوسنی نړیواله خپریدنه ( global prevalence ) کی ،چیری چی ویروس د جلدی کانتکت یا تماس له لاری رامینځته کیږی، ډیر موضوعی ( local ) اعراض لیدل کیږی، خینی ناروغان تبه نلری او یواځی محلی لمفاوی عقدی پړسیږی. جلدی راش یاداغونه په وصفی ډول په تناسلی اعضاو یا دمقعد په شاوخوا کی لیدل کیږی چی ډیری ناروغان د مقعد دردناکه التهاب لري.
ناروغی څنګه پرمختګ ګوی
د ناروغی نښی نښانی یا اعراض، په ناروغی د اخته کیدو څخه وروسته د ۵ – ۲۱ ورځو په جریان کی پیل کیږی، چی ډیری وختونه د تبی سردردی او غضلاتو درد سره شروع او د۱ – ۳ ورځو وروسته په جلد کی دانی یا راش له ټناکوسره لیدل کیږی. دا ناروغی په ډیرو حالاتو کی په خفیف او متوسط ډول سره ظاهیریږی او په خپل سر له مینځه ځي. ډیری ناروغان د ۲-۴ هفتو په مدت کی روغیږی.
د ام پوکس د مړینی کچه په افریقا کی په هر ۱۰۰ نفرو کی ۱– ۱۰ نفره تشکیلوی.
امپوکس ناروغی څنګه سرایت کوی
امپوکس یوه زوونوسس ( zoonosis ) ناروغی یعنی د انسان اوحیوان ترمینځ مشترکه ناروغی ده، دا پدی ماناده چی ویروس کولای شی چی له حیواناتو څخه انسانانو ته سرایت وکړی، مګر امپوکس هم کولای شي د یو انسان څخه بل انسان ته سرایت وکړی. د انسانانوتر مینځ سرایت د توخی ( coughing) ،لاړو ( spitting)، نږدی تماس ( له جلد یا پوټکی څخه پوټکی ته )، د جنسی کانتکت په شمول او یا دمثال په توګه په یوه کورنی کی د جامو یا د خوب بستر شریکولو لاری صورت مومي.
هغه ناروغان چی د ناروغی نښی نښانی نلری، ساری نه ګڼل کیږی، مګرد لومړنی اعراضو په شتون او ترهغه وخت پوری چی د تناکی یا pox ټول کلکه باندنی طبقه ( crust ) له مینځ لاړه شی ساری بلل کیږی.
تشخیص ( diagnosis ):
ناروغی د امپوکس ویروس په موندلو په هغه نمونه کی چی د تناکی ( آبله ) څخه د یو معقم strile cotton swab پواسطه اخیستل کیږی ( دا ډول نمونه اخیستل د grafting په نوم یادیږی ) یا تشخیص د PCR-test پواسطه د تناکی یا pox ( vesicles/bullae ) په مایع کی تر سره کیږی.
تداوی ( Treatment ) :
۰ د هغه خلکوسره د نږدی تماس څخه مخنیوی، کوم چی د امپوکس په ناروغی اخته دی.
۰ واکسین کول ( vaccination ):
: (Vaccine Imvanex (Jynneos) د اموانیکس واکسین د smallpox ( variola ) او Mpox په وړاندی د واکسین کولو لپاره تصویب شویدی. واکسین د یو شخص د محافظت یا ساتنی لپاره د امپوکس سره د اخته کیدو د مخه او وروسته کارول کیدای شی. همدا رازواکسین په امپوکس ویروس اخته شوی کس نږدی اطرافیانو ته هم توصیه کیږی. د واکسین یو دوز ( 0,5 ml ) باید د۴ ورځوپه مدت کی تر منتن کیدووروسته ورکړل شي مګر کیدای شی تر ۱۴ورځو پوری وروسته هم ورکړل شی.
د ډانمارک دروغتیا اداره هغه نارینه وو ته هم د امپوکس په وړاندی د واکسین وړاندیز کوم چی د نارینه وو سره د سیکس اړیکه لری، ځکه چی داکسان په امپوکس باندی د منتن کیدو لوړ خطر لری. د واکسین دوه دوزونه معمولاد ۴ اونیو په فاصله کی ورکول کیږی ، البته د هغه کسانو په استثنا چی پخوا د smallpox په وړاندی واکسین شویدی. دلته تجربه داده چی یو واکسین کافی دی، ځکه چی د معافیت سیستم له وړاندی د smallpox واکسین په اخیستو سره تقویت شویدی.
تداوی د دوا په کارولو سره:
د تبی د جلد د خارښت او درد د آرامولولپاره باید ضروری درمل ناروغ ته ورکړل شي. همداراز د امپوکس ویروس ضد درمل شتون لری، چی Tecovirimat ( TPOXX, ST-246 ) ته ترجیح ورکول کیږی.
Tecovirimatد ویروس ضد یوه نوئ دوا ده چی په ۲۰۲۲ کال ، د ام پوکس نړیوال خپریدو پر مهال ، د امپوکس د ځینوناروغانو د تداوی لپاره چمتو شوه . دا دوا کیدای شي د سختو واقعاتو اودهغه کسانود تداوی لپاره وکارول شی چی د ناروغی د شدید جریان خطرسره مخامخ وي.
tecovirimat د smallpox ، monkeypoxاو cowpox ، دری ویروسونو د درملنی لپاره کوم چی یوی کورنی (Ortho poxviruses) پوری مربوط دی کارول کیږی. Tecovirimat په لویانو او اطفالو کی چی لږ تر لږه ۱۳ کیلو ګرامه وزن ولری کارول کیږی.
تداوی باید د انتانی متخصص داکتر لخوا د ناروغ له ارزونی وروسته توصیه اوتطبیق شی.
د امپوکس مخنیوی لپاره لاندی غوره لارښوونی په پام کی ولرئ:
۱- د ناروغی اعراضو ته پاملرنه وکړی.
۲- د خپل ځان او هغه چا پاملرنه یا مراقبت وکړئ چی تاسو سره جنسی اړیکه لری. که چیری تاسود ناروغی اعراض لرئ اویا د ناروغی سره په اخته کیدو شکمن یاست، له سیکس څخه پرهیز وکړی.
۳- د اعراضو په موجودیت ، داکتر سره تماس ونیسئ.
۴- که تاسو په ناروغی داخته کیدو لوړخطرسره مخا مخ یاست،واکسین وکړئ، مګر په یادولرئ چی واکسین د ناروغی د سرایت په وړاندی تضمین ندی.
لیکونکی : داکتر شاهجهان
نیټه: د اګست میاشت ۳۱، کال ۲۰۲۴
منابع:
۰ د ډانمارک سیروم انستیتوت ، International outbreak of mpox ( monkey pox) ، Last edited on August 29, 2024
۰ Mpox، د ډانمارک د روغتیا اداره ، Revised 16 Aug 2024
۰ Mpox treatment information for Healthcare professionals- CDC ، updated August 16, 2024
۰ Mpox ، Carsten Schade Larsen ، Revised 27.02.2024
Comentários