top of page

ایا تاسی خپل د وینی ګروپ پیژنئ، د هغه مزایا او خطرونه کوم دی ؟

  • Forfatters billede: Masud Jahan
    Masud Jahan
  • 31. jul. 2024
  • 11 min læsning

لیکونکی : داکتر شاه جهان

جنوری – ۲۰۲۴            

د ای میل پته :shahjahan2802@hotmail.com

په دانمارک کی څړونکو د ډیرو کلونو تحقیقاتو په لړ کی دا په داګه کړی چی په ځینو ناروغیو کی د وینی د ګروپ او د ناروغی خطر تر مینځ اړیکه شتون لری. همدا راز نوی څیړنی په ګوته کوی چی، هغه خلک چی د وینی یو ځانګړی ګروپ لری د نورو په  پرتله لږ برتری لری.مخکی تر دی چی د وینی ګروپونو مزایا او خطرونو وڅیړو، لومړی د وینی ګروپونو په هکله لنډ معلومات وړاندی کیږی.

تر ۳۰ ځخه زیات مختلف په اصطلاح د وینی ګروپونو سیستمونه شتون لری چی دوه ډوله یی د وینی د انتقال په برخه کی خورا مهم دی.

1۰ AB0 سیستم:

دا سییستم په ۱۹۰۱ میلادی کال کی د یو اطریشی کیمیاپوه، معافیت پوه کارل لنډ شتاینر( Karl Landsteiner ) لخوا کشف شو چی یوه بنسیټیزه اختراع وه. په دی سییستم کی د وینی ۴ ګروپونه 0، A ،  B، او ABشامل دې چی د روسی ژبی د طبقه بندی سره سم صفر ګروپ ته اول ګروپ،  Aدوهم ګروپ،  Bته دریم او AB ته څلورم ګروپ وایی او د رومی اعدادو پواسطه  ښودل کیږی.‎

ددی تقسیم بندی اساس د وینی د سرو حجرو په سطحه کی د مختلفو انتی جنون شتون دی چی د A او B په نوم یادیږی , صفر ګروپ نه A او نه B انتیجن لری پداسی حال کی چی  AB گروپ دواړه انتیجنونه لری. دا انتیجنونه موروثی دی او د A ،  B او   0  جینونو لخوا تاکل کیږی. د A جین ( gen ) د A انتیجن جوره وی، پداسی حال کی چی د B جین، د B انتجن جوړه وی، خود صفر جین کوم انتیجن نه جوړه وی

انتیجنونه او انتی باډی:

دوینی ډولونه ( ګروپونه ) ارثی جوړښتونه دی چی د وینی د سرو حجرو په سطحه کی شتون لری، کوم چی کیدای شی د یو شخص څخه بل شخص ته توپیر ولری او په دی توګه، دوی کولای شی د انتیجن په توګه عمل وکړی او دانتی بادی جوړښت و هڅوی.

هغه مالیکولونه چی د معافیت غبرګون را مینځته کوی د انتی جن په نوم یادیږی او یا په بل عبارت سره انتیجن یو مالیکول دی چی د ډیرو حجرو او میکرواورګانیزمونو لکه ویروسونو او بکتریاو په سطحه کی موندل کیږی. په عمومی ډول اتیجنونه، پروتینونه، کاربو هیدرات یا ګلیکوپروتینونه دی چی د حجری په سطحه کی موقعیت لری.

زمونږ دمعافیت سیستم داسی ډیزاین شوی دی کله چی یو میکروب بدن ته ننوزی اویا بهرنی ذری په وینه کی څرګندی شی،بدن د انتی بادی په جوړولو پیل کوی. انتی بادی هغه پروتینونه دی چی بدن یی د میکروب یا بهرنیوذرو سره د مبارزی لپاره جوړوی.

دیوی قاعدی په توګه انتی بادی د وینی د ګروپ په مقابل کی یواځی د وینی ترلاسه کیدووروسته تولیدیږی، خود   AB0 سیستم یوه مهمه استثنا ده، ځکه چی د معافیت سیستم د وینی د ډولونو په وړاندی، حتی که تاسو هیڅکله وینه تر لاسه کړی نه وی انتی بادی جوړه وی. دا د ژوند په پیل کی پیښیږی.

   . هغه خلک چی د وینی  A ګروپ لری په پلاسما کی د B د وینی په وړاندی انتی بادی ( anti-B ) لری.

  ۰ هغه خلک چی د وینی B  ګروپ لری بر عکس په پلازما کی د A انتی بادی (  Anti-A) لری. 

 ۰ هغه خلک چی د وینی AB ګروپ لری، په پلازما کی  نه د  A او نه د  B وینی ګروپ ‎په وړاندی انتی بادی نه لری.

۰ هغه خلک چی د وینی صفر ګروپ لری، پداسی حال کی چی د سروحجرو په سطحه کی نه د A او نه B انتیجن لری، خو په پلاسما کی د A او B دواړو پر وړاندی انتی بادې ( هم  Anti-A او هم  Anti-B ) لری.

نن ورځ دا معلومه ده ، هغه انتیجنونه چی د وینی ګروپونه ټاکی، نه یواځی د اریتروسیتونو په سطحه کی بلکی په نورو حجرو اونسجونو لکه ترامبوسیتونو، د معدی او کولمو په اپیتل، salivary glands ،او تنفسی سیستم کی هم شته دی.

 ددی انتی باډیو پر اساس هغه خلک چی د وینی صفر ګروپ لری، یواځی د صفر ګروپ څخه وینه تر لاسه کولی شی ، خو ټولو ګروپونو ( A, B, AB, 0 ) ته وینه ورکولی شی. ، پداسی حال کی هغه خلک چی د AB ګروپ لری، د  AB0 سیستم کی د وینی ټولو ګروپونو څځه وینه تر لاسه کولی شی ، خو یواځی AB ګروپ ته وینه ورکولی شی.د Aګروپ وینه A،او AB ګروپونو ته ورکول کیدای شی، خود صفر او A ګروپ څخه وینه اخیستی شی. B وینه کیدای شی چی هم B او AB وینی ډولونو ته ورکړ شی ، مګرد صفر اوB څخه وینه تر لاسه کولی شی.

Rhesus system .2

دا سیستم چی د دوهمی نړیوالی جګړی په وخت کی کشف شو  د وینی د انتقال او د امیندواری په وخت کی مهم دی. د ریسیس سیستم د سرو حجرو په سطحه کی د څو انتیجنونو څخه جور شویدی. په مجموع کی شاو خوا ۵۵ مختلف  Rhانتیجنونه شتون لری. دلته تر ټولومهم انتیجن د D انتیجن دی. که تاسو د D انتیجن لری نو تاسو آراچ مثبت ( Rh positive ) او که تاسو دا انتیجن نلری نو تاسو آر اچ منفی ( Rh negative ) یاست. په معیاری ډول د RhD) Rh antigen D ( لپاره د  Rh factor اصطلاح کارول کیږی.

یوه Rh - ښځه  او یو Rh + سړی کولای شی  چی یو Rh - یا   Rh +ماشوم ولری. په لومړی حالت کی ( Rh – مور، Rh - جنین) کومه ستونزه نه رامینځته کیږی. مګر که چیری جنین Rh + وی د هغه د وینی سری حجری  (  red blod celle ) کولای شی د مور وینی ته ( د امیندواری او زیږون پر مهال) ننوځي. په دی حالت کی د مور بدن د طفل د وینی په مقابل کی انتی بادی جوړه وی چی د  Rhesus immunization په نوم یادیږی او د جنین د وینی سری حجری تر بریدلاندی نیسی چی د هیمولیتیک ناروغی لامل کیږی.

کله چی یوه میرمنه امیندواره (حامله) شی، نو د هغی لپاره دا مهمه ده چی پوه شی، چی آیا هغه ریسیس منفی ( Rhesus negative ) ده که یه. هغه میرمنی چی ریسیس منفی لری کولی شی د ماشوم د وینی پروړاندی انتی بادی تولید کړی ،که چیری ماشوم ریسیس مثبت اوسی.  دا هغه وخت واقع کیږی چی د زیګیدو پر مهال د ماشوم لږه وینه مور ته تیره شی. دا کېداې شی پدی معنی وی چی مور د زیږون وروسته ریسی انتی بادی رامینځته کوی. دا د لومړی امیندواری ( first pregnancy ) پر مهال کوم خطر نه پیښوی. د احتمالی راتلونکی حمل په جریان کی د ریسیس مثبت ماشوم سره، کولی شی چی انتی بادی د ماشوم بدن داخل او دماشوم سری حجری ( red blood cell ) تر برید لاندی راوړی او د کمخونی او نورو جدی ناروغیو لامل شی.

په دانمارک کی ، تولو امیندوارو میرمنو ته، چی ریسیس منفی وې او انتی بادی یی ندی رامینځته کړی، د انتی دی مادی ( Anti-D ) سره ددرملنی وراندیز کیږی،کوم چی د ریسیس انتی بادی را مینځته کیدو مخه نیسی.   Anti-D د امیندواری په ۲۹ اونی کی یو ځل (۲۵۰ – ۳۰۰ میکرو ګرام یوه پیچکاری) که چیری جنین ریسیس مثبت وی ورکول کیږی.

 انتی دی هم د ۷۲ ساعتونو په مدت کی د زېږون وروسته،ریسیس منفی میرمنی ته چې ریسیس مثبت ماشوم یی زیږولی وی ورکول کیږی.

 د  AB0په سیستم کی د وینی څاور اصلی ګروپونه ) A ، B   ABاو صفر)، که د RhD له دوه ډولونو یعنی RhD positive او RhD negative  سره یو ځای شی، په توله کی د وینی د اتو ګروپونو په اړه خبری کوو.

د ډانمارک په اوسیدونکو کی د وینی ګروپونو ویش په  AB0سیستم کی په دی ډول دی، A ۴۴٪، B ۱۰٪، AB ۵٪ او صفر ۴۱٪.

د وینی څلور اصلی ګروپونه په توله نړی کی دا ډول ویشل شوی، A ۳۲ ٪، B ۲۲ ٪، AB ۵ ٪ او صفر ۴۱٪.

مګر سیمه ایز بدلونونه هم شتون لری. د بیلګی په توګه دیر خلک په لا تینی امریکی کی د وینی صفر ګروپ لری ، په داسی حال کی ډیری سکاندینویان د  Aګروپ لری.

ددی سوال په ځواب کی چی ولی خلک د وینی مختلف دولونه لری؟ فرق څه دی ؟

څیړونکی متخصص داکتر Morten H.D. د ډانمارک د ملی روغتون د وینی بانک سرطببب داسی وائ، زموږ د وینی ډولونه زموږ د DNA لخوا تاکل کیږی. د وینی مختلف ګروپونه د مختلفو جینونو له امله را مینځ ته کیږی. زموږ د تکامل دپرمختګ په جریان کی د انسان جینونه بدل شوی دی، کوم چی ورو ورو زموږ په جینیتیکی موادو کی بدلون راوستی دی او دا د وینی د مختلفو ډولونورا مینځته کیدولامل شوی دئ.

پروفیسور  Torben Baringtonد جنوبی دانمارک له پو هنتون څخه په دی اړه داسی توضیحات ورکوی چی د انسان د تکامل په جریان کی بی له شکه د وینی ډیر زاړه ډولونو شتون درلود چی مونږ یی نن ورځ هیڅ نښه نه وینو، ځکه چی جینونه  مفید یا مناسب نه وه او خپل د شتون قابلیت یی له لاسه ورکری دی. دا پر مختګ لا هم روان دی.

د تکامل له نقطه نظره دا یوه برتری ده چی موږ سره مختلف یو.هر څومره چی په تولنه کی جینیتیکی تغیرات ډیر شتون ولری هغومره ددی احتمال ډیردی چی موږ د ناروغیو سره مقابله وکړو  ځکه دا موږ لا زیات مقاوم کوی.

تاسوخپل د وینی گروپ د خپل مور او پلار څخه په میراث اخلی. مور او پلارهغه جینونه تاسو ته انتقالوی چی هم د AB0 سیستم  او هم د ریسس سیستم موقعیت په ما شومانوکی تعینوی.

د وینی A او B ګروپ همیشه پر صفر ګر وپ نفوذ یا تسلط ( دومینانت) لری، که چیرته د مور وینی ګروپ صفر او پلارد وینی  A ګروپ ولری، ماشوم به د وینې A ګروپ ولری. هغه جینونه چی A اوB ګروپ تاکی په مسا وی ډول برتری (دومینانت) لری د مثال په توګه که تاسی د A ګروپ لپاره جین د پلار څخه او B لپاره جین له مورڅخه په میراث واخلی ستاسود وینی ګروپ  AB، ځکه  A اوB په مسا وی دول پیاوړیدی. دبلی خوا که تاسو د مور څخه B او د پلارڅخه A په میراث واخلی، ستاسو د وینی ګروپ به AB اوسی. د صفر ګروپ تر لاسه کولو یواځینی امکان هغه وخت دی چی دواړه موراو پلار د صفر ګروپ ولری.

د وینی ګروپونو مزایا اوخطرونه: ‎

د صفر ګر وپ :

د وینی دا ګروپ تر ټولو صحی ګروپ بلل کیدای شی. د یو شخص روغتیا البته د ډیرو فکتورونو لخوا ټاکل کیږی، مګریو شمیر څیړنو د صفر ګروپ ګټی ثابتی کړی. که تاسی د وینی صفر ګروپ لری، په احصایوی لحاظ داسی ښکاری چی د سرطان ( cancer )، حافظی له لاسه ور کولو(  dementia) او دزړه پرابلمونو پرته ژوند ته ستر ګی په لاریا ست. سر بیره پر دی داسی ښکاری چی د وینی صفر ګروپ هم د سر طان ناروغی په وړاندی د بدن ساتنه کوی.

د ډانمارک د وینی بانکونو، اغوس پوهنتون او د سویلی دانمارک  پوهنتون د څیړونکو لخوا په ۲۰۲۰ کال کی یوه نوی ډانمارک مطالعه ښیی،هغه خلک چی دوینی صفر ګروپ لری د A، B او AB  ګروپونوپه پر تله د کرونا وېروس ناروغی په مبتلا کیدو لږ خطرلری. ‎ که تاسو د وینی صفر ګروپ لرئ،نوتاسو واقعا د نورو په پرتله د covid-19 ویروس ناروغی په اخته کیدو خطر ۱۳ ٪ کم لرئ. خو څیړونکی تر اوسه نه پوهیږی چی ولی.

په هر صورت دا مهمه ده چی په یاد ولرئ چی تاسی هم کولئ شئ په کووید-۱۹ اخته شئ، که څه هم تاسو دوینی صفر ګروپ ولرئ اولا زمه ده چی په دی اړه دروغتیا د چارواکو سپارښتنی په نظر کی ونیسئ.

همدارنګه هغه خلک چی د وینی صفر ګروپ لری د وینی د نوروګروپونو په پرتله په دوی کی د معدی زخم اوپه  Norovirus اخته کیدو خطر خورا ډیردی. د نورو ویروس یو ډیر ساری ویروس دی چی په عمومی ډول دناڅاپه  زړه بدوالی (  nausea )، کانګی ( vomiting ) او اسهال په توګه څرګندیږی چی څو ورځی دوام کوی .په هر صورت د مایعاتو له لاسه ورکول او د مالګی عدم توازن په نادره مواردو کی د جدی او ژوند ګواښونکی ناروغی سبب کیدای شی.

د وینی صفر ګروپ کولای شی د ملاریا ناروغی په مخنیوی کی مرسته وکړی،ځکه کوم پارازیت چی ددی لامل کیږې په سختئ سره کولی شی چی د صفر ګروپ د سرو حجرو سره وصل شی.

په جاپان کی ډیر خلک پدی باور دی چی زموږ د وینی ګروپ، زموږ د شخصیت ( personality )  ښکارندوی دی. د مثال په توګه که یو څوک د وینی صفر ګروپ ولری، هغه په ورځینی ژوند کی ډیر دقیق،منظم او مسئولیت پذیر بلل کیږی اوله همدې له امله د یو رهبر په توګه مناسب انتخاب ګڼل کیږی.جاپانیان د ژوند د ملګری په انتخاب اویا په یوی نوئ دندی کی د چا د ټاکلو په وخت کی د هغه شخص دوینی په ګروپ تمرکز کوی او فکر کوی چی دا به یو موفقیت اوسی. دا نظریه چی شخصیت دوینی په ډول پوری اړه لری لومړی ځل په  کی۱۹۲۷ د یو جاپانی پروفیسور Takeji Furukawa  لخوا وړاندی شوه، چا چی دا ( The study of temperament throught blood type )  نظریه خپره کړه. څیړونکو له هغه وخت راهیسی هڅه کړی تر څود وینی ګروپ اوشخصیت تر مینځ تړاو پیداکړی، خو دا نظریه تر اوسه پوری په علمی ډول نده ثابته شوی. جاپانیان لا هم ددی تیوری سره مینه لری او په اوس وخت کی هم هغه کتابونه چی پدی هکله لیکل شوی ډیر پیریدونکی لری.

 

 

 

 A اوB ګروپ:  څیړنی ښیئ، هغه خلک چی د وینی A ډول لری د معدی د ځینوسرطانونو باندی د اخته کیدولوړ خطر لری. هماتولوجیست او پروفیسور  Raymond Comenzo  وایې د  Helicobacter pylori میکروب په هغه کسانوکی چی د A ګروپ وینه لری ډیر عام دی او دا میکروب کولای شی د معدی زخم، التهاب اوځینی وختونه د معدی د کانسر لامل شی.

هیلیکوباکتا پیلوری په هغه خلکو کی چی د وینی A ،  B او AB ګروپ لری، کیدای شی په دوی کی د پانقراص سرطان د لوړی کچی سره تړاو ولری.

د  Torben Baringtonپه وینا مطالعی ښیی ، هغه خلک چی د وینی A ګروپ لری ، پدوی کی د پانقراص سرطان باندی د اخته کیدو خطر شاوخوا ۳۰٪ او د معدی سرطان باندی داخته کیدو خطر ۱۰٪ لوړ دی.

هغه خلک چی د وینی A  یا  B ګروپ لری، دژوند په اوږدوکی د شکری ناروغی دوهم ډول ( Type 2 diabetes ) باندی د اخته کیدوخطر پدوی کی ۲۱٪ لوړ دی. څیړونکی وایی چی ددی بشپړعلت لا تراوسه ندی معلوم، خو یوه تیوری داده چی د وینی ډول کولای شی چی د هاضمی سیستم په میکروبیوم ( mikrobiom ) باندی اغیزه وکړی اوپه نتیجه کی  ممکنه ده چی د ګلوکوز میتابولیزم متاثرشی.

یوی بلی څیړنی ښودلې ، هغه خلک چی د A ، B او AB وینی ګروپونه لری د صفر ګروپ په پرتله پدوی کې د زړه د ناروغیو له امله د مړینی خطر ۱۵٪دیر دی.

همداراز یوی مطالعی ښودلی، هغه خلک چی د وینی A ، B یا AB  ګروپ لری د  VTE ( Venous Thromboembolism ) په مبتلا کیدو لوړ خطر لری.  VTE د سږو امبولی (  pulmonary Embolism/PE ) او د ژورو وریدونو ترامبوز ( Deep vein thrombosis/DVT ) یوه ګده اصطلاح ده اوترامبوز د لګن خاصری په وریدونو کی ( pelvis) یا د مثال په توګه د پښو په ژورو یا عمیق وریدونوکی کی د سږو د امبولی تر تولو عام لامل دی او هغه ناروغانو په مینخ چی د سږی امبولی ( PE ) لری، نږدی ۸۰ ٪ هم  DVT لری، خو یواځی ۱۵ ٪ ناروغان  علایم یا اعراض لری. دهغه ناروغانو په مینځ کی چی د  DVT علایم لری، نږدی ۵۰ ٪ هم د سږو امبولی لری خویواځی ۵٪ اعراض لری.

یوی وروستی څیړنی ښودلی چی د مغزی سکتی احتمال د ۶۰ کلنی عمر د مخه په هغه کسانو کی چی د وینی A ګروپ لری، د صفر ګروپ په پرتله لږ دیر دی. زیاتو څیړنو ته اړتیا ده چی ددی لامل څه کیدای شی، خو څیړونکی ګومان کوی چی دا په دی پوری اړه لری چی څنګه د وینی مختلف ډولونه د وینی د غوته کیدو په فکتورونو تاثیر کوی.

 

AB ګروپ: د AB وینی ګروپ کولی شی د حافظی ستونزې را مینځته کړی. یوه حیرانوونکی څیړنه ښیي، هغه خلک چی د AB وینی ګروپ لری د وینی د نورو ګروپونو په پرتله د حافظی سره د ستونزی ۸۲٪ ډیر خطر لری. د څیړونکو توضیحات دادی چی ستاسو د وینی ګروپ ټاکی چی څنګه او څومره په اسانی سره ستاسی وینه غوټه ( coagulation  ) کیږی. د وینی هغه ډولونه چی په اسانی سره غوټه کیږی په دماغ کی د کوچینیو رگونودبندیدو لامل ګرځی او په نتیجه کی ددماغ حجری د اکسیجن د کموالی له کبله زیانمنی کیږی او د حافظی د ستونځی یو ډول چی  vascular dementia په نوم یادیږی را مینځته کو.

 د ډیمنشیا هر ډول ، خپل ځانګړ تیاوی او لاملونه لری چی ډیرعام ډولونه ئی د الزایمر ناروغی ( Alzheimer’s disease ) ، Vascular dementia ،  Lewy body dementia ، او Frontotemporal dementia دې.

یوی کانادایی څیرنی پایله چی ۹۵ تنه د کرونا جدی ناروغان یی تر څړنی لاندی نیولی وه ښودلی چی د وینی A او AB ګروپونه نه یوازی د کرونا ناروغی په اخته کیدولوړ خطر لری، خو پدوی کی د ناروغی سیر هم دیرجدی اوخطرناک دی. د څیړونکو په وینا دا ناروغان د انفیکشن په پایله کی د سږو نسج ته د رسیدلی تاوان له امله د مصنوعی تنفس الی ته اړتیا پیداکوی. همدارنګه د وینی A او AB ګروپ ناروغانو کی د پښتورګو نارسایی یا عدم کفایی کچه خورا لوړه وه.

د لیکونکی تبصره: داډیره مهمه ده چی اول تاسو خپل د وینی گروپ وپیژنئ او بیا دهغه احتمالی خطرونود مخنیوی لپاره چی ستاسو دوینی ګروپ یی په ګوته کوی، لازمه توجه وکړیئ. دمثال په توګه هغه خلک چی د زړه دناروغی خطر لری، باید خپل داکتر ته مراجعه وکړی ترڅو دوینی کولیسترول او ترای ګلیسیرید معاینه او دوینی فشار کنترول کړی. دوی ته توصیه کیږې چی سپورت وکړی اوسالمه غذا وخوری. که تاسو د شکری ناروغی خطر لری، خپل داکتر سره مشوره وکړی، که ډیر وزن لری، هغه کم کړی، سپورت وکړی او د غذایی متخصص ( dietician ) مسلکی مشوری تر لاسه کړئ. همدا راز د نورو احتمالی خطرونو دموجودیت په صورت بیا هم خپل داکتر سره تماس ونیسئ او لازمی مشوری تر لاسه کړی او دا په یاد ولری چی یواځی  تاسی د خپل روغتیا مسئول یاست.

 

سرچینی:

۰ متخصص، داکتر Morten Bagge Hansen د   امونولوژی دیپارتمنت مشر، 17.08.2022,Blood types

۰Gorm Palmgren, Anne Lykke ,دوینی ګروپونه او د هغوی خصوصیات،  17.10.22  Pernille Lewinsky Kofoed .، له همدی له امله تاسو اړتیا لری چی د خپلی وینی ډول وپیژنئ، د اپریل ۵ نیته، کال ۲۰۲۱

۰ پروفیسور، هیماتولوجیست Raymond Comenzo ، What your blood type can tell you about your health ، ۲۴ جنوری ۲۰۲۳

Netdoktor.dk، چاته وینه ورکولی شئ؟ د جون ۱۴ ، کال ۲۰۲۱

د مور او جنین Rh ستونځه, 11. 02. 2021، Kolyadina Anna aleksandrovna, gynecologist

 

 
 
 

Seneste blogindlæg

Se alle
مریضی آوتوایمون چیست؟

نویسنده : دوکتور شاه جهان تاریخ: 18.04.2025 امراض آوتوایمون ( autoimmune diseases ) امراض آوتوایمون یک نام مشترک برای تعداد ازبیماری ها...

 
 
 

Comments


bottom of page